د ۲۰۲۰ کال د لمانځلو پیل او بالشوي تیاتر، د بهرنیو چارو وزیر سرګي لوروف

د ۲۰۲۰ کال د لمانځلو پیل او بالشوي تیاتر، د بهرنیو چارو وزیر سرګي لوروف

د روسیې د بهرنیو چارووزیرسرګي لوروف، د ۲۰۱۹ کال د دسامبر په لومړۍ نېټې، په روسیه کې د بهرنیو هېوادونو سفیران، ماښامنۍ او په بالشوي تیاتر کې یوې نندارې ته وربللي وو.
ښاغلي لوروف سفیرانو او نورو مېلمنو ته، تر هرکلي وروسته، د رارسېدونکي نوي کال، ۲۰۲۰ کال د لمانځنې د پېلېدو یادونه وکړه او وروسته یې، د نړیوال سیاست په اړه هم څو په زړه پورې خبرې درلودې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، د مېلمستیا په اوږدو کې څه کم له ټولو سفیرانو سره لنډې خبرې او یا د زړه خواله لرله.
له ماسره تر ستړې مه شې وروسته یې، وویل:-څنګه؟ د ټاکنو پایلې به څه وخت اعلانېږي؟
ما ورته وویل:
-هرو مرو به اعلانېږي. د خلکو ارادې ته درناوی په کار دی.
او یو څو نورې خبرې….
تر ماښامنۍ وروسته، په بالشوي تیاتر کې د پیکایا داما، په نامه یوه آوپرا، نندارې ته وړاندې شوه.

روسیه کې افغان سفیر لطیف بهاند




t