دکابل دپل خشتي جومات لنډه تاریخچه

دکابل دپل خشتي جومات لنډه تاریخچه

دکابل دپل خشتي جومات ددغه ښار دمشهوروجوماتونو نه شمیرل کیږي . که چیرې ددغه جومات دودانولو تاریخچه را وسپړو نو جوته به شي چې ددغه جومات دودانولو کار په ۱۱۸۷ لیږدیز/هجري کال کې د تیمورشاه دراني دواکمنۍ به وخت کې پیل شوی و، خو ددې لپاره چې تیمورشاه درا ني په هغه وخت کې دایران نیشاپور ، سند اوبلوچستان ته سفرونه درلودل او له بلې خوادده دواکمنۍ په وخت کې دوزیرانو تر مینځ مخالفتونو شتون درلود نو ددغه جومات دودانولوکار کې ځنډ رامینځ ته شو.
دتیمورشاه دراني تر مړینې وروسته شاه زمان په ۱۲۱۳ لیږدیز/هجري کال یا ۱۷۹۸ زیږدیز/ میلادي کال دغه جومات دودانولوکار بشپړ کړ.
ددې لپاره چې دتیمورشاه دواکمنۍ په وخت کې دغه جومات ته څیرمه دکابل پر سیند د کندهار دمعمارۍ اومهندسۍ پر بنسټ دخښتویو پل جوړشوی و نو دکابل دښار داوسیدونکواو ښاریانو له خوا ددغه پل په وجه ددغه جومات نوم هم دپل خشتي په جومات سره مشهورشو.
دضیا ءا لملة والدین ا میر عبدالرحمان خان دواکمنۍ په وخت کې دغه جومات کې بدلونونه راغلل .امیر عبدالرحمان خان په ۱۲۷۱ لیږدیز/هجري کال دغه جومات په یوه پوړیز ( یو منزله ) ډول چې درې دالانونه او یوویشت ګنبدې یې درلودل ودان کړ چې دهرې ګنبدې په منځنۍ برخه کې دخاورو دتیلوښایسته څراغونه پکې ځوړندیدل چې دغو ښا یسته څراغونودې جومات ته ځانګړې ښکلاورپه برخه کړې وه.
ددغه جومات په بهرنۍ برخه کې داته اتیا متروپه اوږدوالي سره په کوفي او ثلث خط د سپیڅلي قرآن آیاتونه لیکل شوي وو.
امیرعبدالرحما ن خان دپل حشتي جومات دننۍ اوبهرنۍ برخه په ګچوسره ښکلې کړې وه او دجومات غولی یې که څه هم په عادي ډبروفرش کړی و ،خو دغو ډبرو دمرمرو دډبرو سره په ښکلا کې سیالي کوله اوددغه جومات معماري دهغه وخت یوشهکار ګڼل کیده.
په هغه وخت کې دغه جومات درې دروازې او هم یې دآذان کولو لپاره یوه لوړه مناره درلودله.
ترامیر عبد الرحمان خان وروسته دده دزوی سراج الملة والدین امیر حبیب الله خان دواکمنۍ په وخت کې په جومات او ددغه جومات په بهرني انګړ کې زیات پراخوالی رامینځ ته شواو ددې جومات دویم پوړهم ودان شواو پر سریې اوسپنه ياآهن څادر وپوښل شو.
په ۱۳۰۳ لیږدیز/هجري کال داعلیحضرت غازي امان الله خان دځانګړي فرمان له مخې دپل خشتي جومات دننه دوړو ماشومانولپاره یوه مدرسه هم جوړه شوه چې ددین لومړني اساست پکې زده کړي. داعلیحضرت غازي محمد نا درشاه دواکمنۍ په وخت کې دجومات درغونې ترڅنګ د لمونځ کوونکو داودسونو لپاره یو حوض یا ډنډه هم پکې جوړه شو.
داعلیحضرت محمد ظاهرشاه دواکمنۍپه وخت کې دغه جو مات له بنسټه په نوي او عصري ډول ورغول شوهغه داچې په ۱۳۳۴ لیږدیز/هجري کال ددغه جومات بنسټ یوځل بیا کیښودل شو او پوره یوولس کلونه وخت یې ونیوه چې بیاله سره جوړ شي او په ۱۳۴۵ لیږ دیز/ هجري کال کې دلمونځ کوونکو پر مخ بیاپرانیستل شو.
ددغه جومات اوسنی مناریا څلی ۶۲ متره لوړوالی لري او په یوه وخت کې درې زره لمونځ کوونکي پکې لمونځ کولی شي .
ددغه جومات ټول رواقونه ، زینې او دهلیزونه له مرمرو نه جوړشوي دي . ددغه جومات په منځنۍ برخه کې یو قندیل ځوړنددی چې ۱۶۰۰ کیلو ګرامه وزن لري چې ګرد او دایروي بڼه لري او پکې دننه درې سوه څراغونه روښانه کیږي.
دغه جومات په ژمي کې دمرکز ګرمۍ سیسټم لري چې دلمونځ کوونکو ساړه پکې ونه شي.همدارازداوداسه ځایونه او تشنابونه هم لري. دغه جومات یو کتابتون او دجوما ت دامام او موءذن لپاره خونې هم لري اوبهرني دیوالونه یې د قرآن مجیدپه آیتونواو کاشي ډبرو سره ښکلی کړل شوي دي.

لیکوال: ډاکټر عبدالطیف یاد




t