يوه ورځ يو هلک . . .

يوه ورځ يو هلک . . .

ژباړه: صادق الله صادق

یوه ورځ، یو هلک د خپلې ملګرې خواته ورغی، ترڅنګ یې کېناست، که ګوري، چې جینۍ په خپلو لاسونو کې خواږه شیان (لکه چکلېټ او نور…) نیولي دي.

هلک ژر له خپل جېبه یو مرمرین کاڼی راوویست او جینۍ ته یې وښود.

جینۍ، چې مرمرین کاڼی ولید، نو هلک ته یې وویل: نور درسره شته؟

هلک وویل: هو ډېر دي.

جینۍ وویل: ته ماته کاڼي راکه، زه به تاته دا خواږه درکړم.

هلک وویل: سمه ده.

جینۍ په خوښۍ سره، خپل ټول خواږه شیان هلک ته ورکړل؛ خو کله چې هلک له خپل جېبه کاڼي راویستل، نو تر ټولو غټ او ښکلی کاڼی یې په جېب کې ایسار او نور یې ورکړل.

څو شېبې یې سره خبرې وکړې او د مخه ښې وروسته د خپلو کورونو پر لور لاړل… شپه شوه… جینۍ په بې غمه او ډاډمن زړه سره ارام خوب پیل کړ؛ خو هلک ته له غمه خوب نه ورتلو او دا فکر یې کاوه، چې جینۍ مانه څه خواږه شیان پټ کړي دي؛ ځکه چې ده ترې تر ټولو غټ او ښکلی مرمرین کاڼی پټ ساتلی و.

یادونه:

که ته چېرې نورو سره په اړیکه کې سل فیصده ډاډه نه یې او باور پرې ونه لرې، نو بیا به تل دا فکر کوې، چې هغوی به راسره دوکه وکړي، نو تل رښتینی اوسه او ډاډه ژوند تېر کړه.




t