کونړ: د ۲۰۰۰ کسیز جومات د جوړیدو کار روان دی

کونړ: د ۲۰۰۰ کسیز جومات د جوړیدو کار روان دی

په کنړ ولایت کې هم د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا په یو باب دوه پوړیز لوی جومات، چې په یو وخت کې به د ۲۰۰۰لمونځ کوونکو د ځاییدو وړتیا ولري ودانیز کارونه روان دي.

دا جومات چې ددې ولایت د مرکز اسد اباد په سالار باغ نومې سیمه کې په ۱۶۰۰متره مربع مساحت کې جوړیږي او ودانیزې چارې ېې د ملي پراختیا د عملیاتي ادارې د بنايي ساختماني تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي، اوسمهال پکې نږدې شل تنه ماهر او غیرې ماهر ګارګر په کار بوخت دي.

د یادونې وړده چې په کنړ ولایت کې د یادې پروژې سربیره په یو روغتون، یو باب ټولنیز مرکز، یو ورزشي صالون او د سید جماالدین افغاني پوهنتون کې په یو باب لیلېې هم ودانیز کارونه روان دي او څه موده وړاندې د روغتون لپاره یو باب انتظار خونه د کارونو تر بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.




t