خان شهید عبدالصمد خان شپږ څلوېښتم تلین په اړ

خان شهید عبدالصمد خان شپږ څلوېښتم تلین په اړ

نن د خان شهید عبدالصمد خان شپږ څلوېښتم تلین دی. نوموړی شپږ څلوېښت کاله وړاندې د ۱۹۷۳ کال د ډیسمبر په دویمه د استعماري لاسپوڅو په واسطه په خپل کور کې شهید کړای شو.
خان شهید شاوخوا څلوېښت کاله د پښتون د ویښتیا او د سیمې د امنیت او ښېرازۍ په پار د استعمار په ضد د روښانفکرۍ په وسله جهاد وکړ، چې د عمر نیمایي برخه یعني دوه دېرش کاله یې په زندان کې تېره کړه. نوموړي د دې خاورې لپاره ستر ارمانونه درلودل، د همدې مینې په تړاو یې د انجمن وطن په نوم جوړښت رامنځ ته کړ، چې په مټ یې خپل سیاسي اهداف تعقیب کړي.
خان شهید له باچا خان، عبدالکلام ازاد او ګاندي جي سره اوږه په اوږه مبارزه وکړه، تر ډېره د عبدالکلام ازاد له افکارو متاثر و او د نوموړي محدود اثار یې هم ژباړلي دي.
خان شهید د ښه پوخ سیاسي ذکاوت ترڅنګ د څو بُعدیز شخصیت خاوند و. نوموړي سیاست کول، لیک او ژباړې یې کولې او وخت ناوخته به یې د وطن د ښایستونو د لیدو لپاره سفر خوښ ول.
نوموړي د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې پاکستان ونه مانه او دا یې د واحد ملت په ضد د سترو ملکونو توطیه ګڼله.
روح یې ښاد او د افکارو برکت دې په درست افغان وطن وي!

جميل وقار




t