کنګا د بابري مسجد او رام مندر د لانجمنې قضې په اړه فلم جوړوي

کنګا د بابري مسجد او رام مندر د لانجمنې قضې په اړه فلم جوړوي

د بالیووډ ښکلې او ځوانه سېنمايي ستورې کنګا راناوت وايي، غواړي په هندوستان کي د بابري مسجد او رام مندر پر لانجمنه قضیه چي د مسلمانانو او هندوانو تر منځ يي لوي جنجال جوړ کړي دي، فلم جوړ کړي. بابري مسجد او رام مندر دوه هغه نومونه چي د کلنو کلنو راهیسي پري د هند د مسلمانانو او هندوانو تر منځ واړه او لوي جنګونه هم سوي دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخي، بابري مسجد چي د اکبر پاچا په وختونو کي د هند په یوه شنه او ښکلې سيمه کي جوړسوي، اوس پري هندوانو دعوه کړي ده، چي همدلته د دوې مندر رام و، چي د اکبر پاچا له لوري ونړول سو او بابري مسجد يې پري جوړ کړ. د یاد فلم د جوړیدو خبره داسي راپورته کېږي، چي تازه د هند محکمې د هندوانو په پلوي پریکړه وکړه او د یاد مسجد د نړولو امر يې وکړ او هندوانو ته يې د مندر جوړولو اجازه ورکړه.

همداراز د هند د محکمې دې پریکړي یو ځل بیا د مسلمانانو او هندوانو تر منځ دا د کلنو کلنو جنجال بیا را تازه کړ. کنګنا رناوت چي په بالیووډ کي د بې‌ باکه او لانجمنو پېښو په انتخاب کي نوم او خاص هنر لري، ویل کیږي د فلم د ډایریکټري تر څنک به د فلم پروډیوسره یعني تولیدونکي هم دا په خپل وي.

کنګا په ډېرو لانجمنو فلمونو کي کار کړي دي، چي د ستایل کیدو تر څنک پري سخت غبرګونونه هم سوي دي.

نوموړې د رسنیو سره خبرو کي ویلي دي:(( د رام مندر موضوع له کلونو راهیسې یوه جنجالي موضوع پاتې سوې او په ۸۰ یمه لسیزه کي مې له پیدایښت را وروسته د یو ماشوم په حیث د ایودهیا نوم جنجالي تر غوږو سوې او ښه ده، چي د جایداد دغه مساله روښانه سي.))

د (اپار اجیتها ایودهیا) په نوم د دغه فلم کیسه دکي وي ‌وجیندرا پرساد له خوا لیکل سوي سوي ده. د یاد فلم د شوټینګ چاري به د را روان کال په لومړیو کي پیل سي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t