تش په نامه هنرونه

تش په نامه هنرونه

نه چرسي و نه بنګي نه قمار باز بچه ی خاله
قمار را برده یی یا باخته یی باز بچه خاله…

زه ډکه تومانچه یمه،
خودکشه ډماکه یم
زه خودکشه ډماکه….
….

له دې تش په نامه هنره، له دې ادبه او له دې فرهنګه څه زده کوو؟
ایا دا هنر و ادب به مو افغاني رېنسانس ( بیا راویښېدنې) ته ورسوي؟
ایا دا هنر به مو د عقدو، ورستو خرافاتي باورونو او بې معرفتۍ له تحجر نه وژغوري؟
تحجریوازې ډبر پېر( عصرعجر) ته د ورګرځېدو ځواک نه دی، بلکې عقدې، خرافاتي عقیدې او د واک تنده د ټولیز( جمعي) روان په دننه کې منګ نیسي، لکه د لوښي پرمخ چې د خوټنده اوبو پاتې شوني یو پوړ جوړوي، دې ته هم تحجر وايي. زموږ ټولنه د پېړیو پېړیو عقدو او خرافاتي باورونو همداسې تحجرله ځانه ناخبره کړې ده او خپل اصلي مخ نه پېژني.
د ادب و هنر اصلي کار دا دی، چې دغه منګونه او ډبرین پوړ وتوږي، صیقل یې کړي او د ټولنې د انسانیت او عاطفې روڼ او ځلانده مخ را بربنډ کړي.
په لویدیځ کې تر زرکلن تحجر و وحشت روسته، د رېنسانس د پیل په پېړیو کې هنرو ادب همدا کار وکړ، روسته یې بیا فیلوسوفي، ساینسپوهنې، اختراعاتو، کشفونو، بشري حقونو او ټولنیزو ـ وګړنیو ازادیو ته لار هواره کړه. دا هرڅه هنرو ادب په ځان پسې راوکاږل او ژوند یې ورکړ.
د هنر دوه ډوله ماهیوي پېژاندونه دود دي، چې یویې باور لري د هنرو ادبیاتو دنده د ټولنې اصلاح او د وګړیو د ارمانونواو غوښتنو ځلول دي ( هنرد ژوند لپاره!)، او بل هغه یې باور لري، چې نه، د هنر او هنري پنځونو موخه یوازې د ښکلا او اېستېتیک کیفیت پنځ و لېږد دی( هنر د هنرلپاره!) ،اوس نو د دې دواړو پېژاندونو له نظره پورته بیتونه څه پیغام، کوم ارزښت او څه کیفیت لري؟
دا ستاسو د پېړۍ پوښتنه ده، د دې تر اړخه همداسې بې پروا مه تېریږئ!
پورته بیتونه موږ چرسو، قمار، بچه بازي، ځانمرګي برید او چاودنو ته هڅوي؟
که بل څه هم وايي؟
موخه یې څه ده؟
ولې یې زرګونه خلک اوري او ان معتبرې غږیزې ـ انځوریزې رسنۍ یې خپروي؟
د هنرو ادبیاتو تیوریسنان چېرته دي؟
ولې ادبیات و هنر کړای نه شي موږ ته ثابته کړي، چې ترهغو ځانونوته انسانان او خپلې ټولنې ته انساني ټولنه ویلای نه شو، چې یو بل وژنو، ژوبلوو او له یو بله غلا کوو ؟
ابتذال و سپکاوي ته د هنرو ادبیاتو ورښوېیدل د ټولنې د سقوط پیلامه ده، که یې نه منئ، په تمه اوسئ ژر به یې د سر په سترګو وګورئ !

عبدالغفور لېوال




t