خپل اتلان وپېژنئ!

خپل اتلان وپېژنئ!

❞په داسې وخت کې چې نړۍ د نور قومونه د جدید ساینس او ټنکالوژۍ سره وابسته دي او دیخوا یو قوم پښتون چې زیاتره وګړي یې د خپل تاریخ څخه ناخبر دي. نور قومونو د جدید ساینس او ټنکالوژۍ په واسطه خپل مړ تاریخ راژوندی کوي او پښتانه لګیا دي؛ پخپل ژوندي تاریخ خاورې اړوې.
کوم پښتانه چې د خپل تاریخ څخه ناخبره دي’ د هغوي خو ګیله نۀ ده پکار! ځکه چې هغوي ته د سهي تاریخ لوستو موقه نۀ ده ترلاسه شوې او یا په دې موضوع کې څۀ دلچسپي نۀ لري. که لږه ډېره لري هم!’ نو داسې کتابونه نشته او یا ډېر کم دي؛ چې په پښتنو اتلانو دې هر اړخېزه رڼایي اچولې شوې وي.
خو ستونزه په اصل کې ځینو تش په نامه پوهانو جوړه کړې ده. ما په ټولنیزو رسنیو د څۀ وخت راهسې ولیدل؛ چې دهغه پوهان په لږ سیاسي اختلاف کې دومره هور ته تللې دي’ چې ۵۰۰۰ کلن تاریخ بطور رشخند یادوي!
څوک د پیر روښان او فقیر ایپي له د موجوده ملا اومر سره تشبېح ورکوي، څوک بیا خوشال خان خټک ترک بولي او څوک د باچا خان د سیاسي ګونډ «عوامي نېشنل ګونډ» سره د سیاسي اختلاف له کبله د باچا خان شخصیت د سوال لاندې راولي.
په داسې حال کې چې نور قومونه د جدید ساینس او ټنګالوژۍ سره وابسته دي او نړۍ د ۹/۱۱ پېښې څخه پس هم ډېره بدله شوې ده’ نو نورو قومونو ته نوره هم اسانه ده چې ددۀ اتلان نړۍ ته ترهګر او بنسټپاله معرفي کړې! په دې شناخت جوړولو چې پنجابي کومه خواري دۀ؛ بېځایه نۀ کړې!
موږ د نړۍ سره د یو ځای تګ خو لا پرېږده؛ ډېره لویه خبره ده ـ هغه د اردو محاوره ده؛ «چھوٹی منُہ, بڑی بات». خو د خپلو پښتنو پوهانو دا حال دی؛ چې په وړو وړو خبرو لوی لوی شخصیتونه ته کندې کېندي او دیکه ورته ورکوي; ناپوهان لګیا دي؛ هغوي پرې خاورې اړوې.
بیا هم ناامېدي نۀ دۀ پکار! ځکه چې په دې مړو ایرو کې سره بڅري شته او موجود دي او دا سره بڅري د خپلو اتلانو د تاریخ مشالونه په څۀ نۀ څۀ ډول بل ساتي. په خاصه توګه ډاکټر لطیف یاد صیب، اعجاز یوسفزي صیب، سردارولي پښتونزي صیب او ډاکټر ایاز یوسفزي صیب او داسې نور مشران، همزولې او کشران لګیا دي’ د خپلو اتلانو د سهي تاریخ خوندي کولو هڅه کوي.
ډاکټر ایاز یوسفزي صیب چې زۀ ورسره د ټولنیزو رسنیو له لارې اشنا یم. په خپل تاریخ کې ډېره دلچسپي لري، د پردې وطن په مزدورۍ کې خپل قامي تاریخ ته وخت وباسي. تاریخ لولي، ژباړې او هر اړخېزه څېړنه او شننه ورله کوي ـ
هسې خو ډاکټر صیب ایاز په بنیادي توګه شاعر دی’ خو دا ده چې په پښتو ژبه کې شاعران ډېر دي؛ نثرنګاران کم دي’ نو ډاکټر صیب هم نثر ته لومړیتوب ورکړی دی او په دې کار ترېنه موږ منندوي یو’ چې “خپل اتلان وپیژنئ” غوندي ښه تاریخي اثر سره مو اشنا کوي ـ ډاکټر صیب د “خپل اتلان وپیژنئ” تاریخ لیکلو نه وړاندې د سندهـ تاریخ اثر “چچ نامه” هم پښتو ته ژباړلې ده. خو چون پښتنو ته وړومبي د خپل تاریخ اړتیا ده’ نو ځکه چچ نامې ته یې په خپل اتلان وپیژنئ باندې لومړیتوب ورکړی دی، د ډاکټر صیب دا کتاب چاپ ته پروت دی او کیدای شي لږ وخت کې له چاپه راووځي❝.

✍️Waqas Esapzy

منډيګک




t