خوست والي د جلغوزیو اتحادیې له یو شمېر سوداګرو سره ولیدل.
د یاد ولایت د رسنيو دفتر وايي، په ناسته کې د خوست له هوایي ډګر څخه کابل ته د جلغوزیو په لیږد، صنعتي پارک، د پانګونې او سوداګرو خونه کې د جلغوزیو د سوداګرو په عضویت ورکولو او د سوداګرو لپاره بېلابېلو سهولتونو په رامنځ ته کیدو خبرې وشوې او په اړه یې وړ تصمیمونه ونیول شول.