کندهار: د نساجي نخي او نساجي پشمي فابریکې جایدادونه تثبیتېږي

کندهار: د نساجي نخي او نساجي پشمي فابریکې جایدادونه تثبیتېږي

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ د ولایت مقام ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري په مشري د نساجي نخي او نساجي پشمي فابریکې د جایدادونو د تثبیت په اړه لومړۍ غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو څخه راغلي ګډ پلاوي او د امنیه قومندانۍ، صنعتي پارک، سوداګرۍ او صنایعو، ښاروالۍ، اراضۍ ریاستونو مسؤلینو او استازیو ګډون کړی وو.

 په پیل کي د ولایت مقام ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري وویل، د نساجي نخي او نساجي پشمي فابریکې ځمکه په ۱۳۷۱ او ۱۳۷۲ کلونو کي د غصب د تهدید سره مخ سوې، چي اوس یې د بیرته تثبیت په موخه اقدام کیږي.

 ښاغلي دستګیري د احتمالي غصب څخه د یادو سیمو د بېرته خلاصون او ملکیتونو پر تثبیت ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه، چي د یادو فابریکې بیرته فعالول به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړی.

 له مرکز کابل څخه راغلي ګډ پلاوي وویل، د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې په اساس یې دې ولایت ته سفر کړی، څو د څلور ورځني سفر په ترڅ کي د نساجي نخي او نساجي پشمي فابریکې د جایدادونو په اړه څېړني بشپړي او نتیجه یې د ولایتي ادارې د رهبرۍ او مرکزي ادارې سره شریکه کړي.

 دوی یادونه وکړه، په ۱۳۵۶ کال کي د وخت جمهور رئیس په حکم د نساجي نخي او نساجي پشمي فابریکې لپاره ۲۶۲۵ جریبه ځمکه استملاک سوې وه او د استملاک بدیل یې هم ورکول سوي دي او د دقیق تثبیت ډاډ یې وړاندي کړ.

 د غونډي په وروستیو کي د نساجي نخي او نساجي پشمي فابریکې جایدادونو د تثبیت لپاره ګډ پلاوی وټاکل سو، څو اسناد په دقیقه توګه وڅېړي.




t