په کندهار کي د هېواد په کچه د ماهیانو لوی فارم جوړېږي

په کندهار کي د هېواد په کچه د ماهیانو لوی فارم جوړېږي

 د دوشنبې په ورځ د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د کرهڼې او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په چوکاټ کي د هېواد په کچه د ماهیانو د روزني لوی فارم افتتاح کړ، چي پر مهال یې یو شمېر سکټوري رئیسانو، د خصوصي سکټور مسؤلینو او خبریالانو ګډون کړی وو. مرستیال والي عبدالحنان منیب د دغه فارم پر جوړېدو خوښي وښوده او مننه یې وکړه، چي د کورني اقتصاد پیاوړتیا له لاري د اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره هڅي کېږي.

 ښاغلي منیب وویل، د دغه فارم په جوړېدو سره به له یوې خوا لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره سي او له بلې خوا به د کبانو تازه غوښه په ټیټه بیه ترلاسه او د ګاونډیو هېوادونو له احتیاجه به خلاص سو.

 مرستیال والي د مالدارۍ او باغدارۍ لپاره د اوبو د کمښت مخنیوي ته په اشارې سره وویل، د دهلې بند جوړېدو په مرسته به د ۴۰ زره جریبه ځمکي د خړوبېدو ترڅنګ په عصري او منظم شکل د اوبو د مهار چاري ترسره سي او دا یې د مالدارانو او باغدارنو لپاره ښه زېری وباله.

 د کندهار د کرهڼې او مالدارۍ رئیس سیدحفیظ الله سیدي وویل، د کبانو د روزني نوی جوړېدونکی فارم د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، لس جریبه ځمکه کي جوړېږي، چي د ۲۷ لویو او کوچنیو حوضونو په درلودلو به د پنځه سوه زره کبانو ظرفیت ولري. ښاغلي سیدي یادونه وکړه، اوس مهال په دې ولایت کي د کبانو ۱۶۰۰ فارمونه شتون لري، چي د ټول هېواد په کچه د کبانو ۵۰ سلنه غوښه تولیدوي.

 د کرهڼي او مالدارۍ رئیس د کبانو غوښي ته د بازار موندني په اړه وویل؛ دا مهال افغانستان ته د کبانو ۴۰ سلنه غوښه له خارجي هېوادنو څخه را واردېږي او په وینا یې خصوصي سکټور یې د کبانو غوښي لپاره د بازار موندني په اړه خبرې کړې دي، څو کورني تولیدات د خارجي تولیداتو ځای ونیسي.




t