په مهترلام کې د (لغمان ابادوو) کرکټ ټورنمنټ پيل شو

په مهترلام کې د (لغمان ابادوو) کرکټ ټورنمنټ پيل شو

د لغمان په مرکز ښار کې د( لغمان ابادوو) تر سرلیک لاندې د کرېکټ لس اوریزه سیالۍ پیل شو.

د لغمان ولایت د خبرپاڼې له مخې دا سیالۍ لس اوریزه دي او د کاوون غږ رادیو په نوښت پيل شوي.

د کاوون غږ رادیو مسوول ځوان انقلابي یوسفزي وویل ددې لوبو څخه یې موخه د ځوانانو یووالی او او د دوی لوبو ته هڅول دي.

د لغمان والي محمد اصف ننګ د کاوون غږ رادیو له مشرتابه مننه وکړه چې ځوانان لوبو ته هڅوي .

نوموړي وویل(( که ځوانان د فکر او ظرفیت له پلوه غني وي هیواد د سلامتیا خواته ځي. ))

د تورنمنت د مسوول د مالوماتو له مخې د کرېکټ دې لس اوریزو لوبو کې ۵۰ ټیمونو ګډون کړی دی چې دا لوبې کاوون رادیو څخه په ژوندۍ بڼه هم خپریږي.



ورزش

تبصره وکړئ

avatar
t