يوه رښتونې او ډېره حيرانونکې کيسه چې فلم هم پرې جوړ شوی

يوه رښتونې او ډېره حيرانونکې کيسه چې فلم هم پرې جوړ شوی

د ۲۰۰۳ زېږدي کال د اپرېل شپږويشتمه نېټه وه چې د امريکا د يوټا ايالت په غونډيو او درو کې مشهور غرختونکیAron Ralston ارون رالسټن له کوره په بايسکل سپرېږي او د کوهنوردي ( غرختلو) لپاره غره ته ځي ،په سايکل ډېر زيات مزل کوي او يوې مشهورې درې ته رسېږي چې هر غرختونکی یې ان له نوم څخه دارېږي.

غره ته خېژي خپل تمرين کوي څو ساعته وروسته کله چې خپل تمرين پای ته رسوي په بيرته راګرځېدو کې د Blue John درې په تنګه او ژوره کنده کې روان وي چې د له پاسه يوه ستره ډبره چې تقريباً ۳۵۰ کيلو ګرامه درنه وه پرې راغورځي ،دی په ټول توان ايله سر ترې بچوي خو ښي لاس يې په مړوند کې ددې غټې تيږې او د کندې له ډبرين دېوال سره نښلي، رالټسن چې هرڅومره هڅه کوي لاس نشي ترې خلاصولی او نه دا دومره غټه ډبره په يوه خلاص لاس جګولی شي، هرڅومره هڅې چې کوي ناکامېږي بالاخره فکر کوي چې باید خون سرده او ارام اوسي که څه هم ددې ژورو او تنګو کندو په شاوخوا ان په کيلومترو.کيلومترو څوک نشته، او بل دا چې په داسې غرونو کې تليفون هم کار نه کوي، ان دا چې هېڅ ژوندی ساری په شاوخوا کې نه وي. له ارون سره خواړه هم يو بوتل اوبه، څو چاکلېټ او يو کوچنی سنډويچ په بکس کې موجود دي، ارون څو ورځې په همداسې ولاړ حالت .چې لاس یې تر سترې ډبرې لاندې دی او ښورېدی نشي په دې وحشتناکه دره کې پاتې کېږي، د پنجشنبې په ورځ چې دده پنځمه ورځ دلته پوره کېږي او نور د اوبو اخري څاڅکي هم ورختمېږي په فکر کې یې ډېر او بېلابېل وحشتناک او نا امېدکوونکي فکرونه ورګرځي، ان که دلته مړ هم شي څوک به مياشتنې مياشتې پرې خبر نشي ، خو دی هڅه کوي مثبت فکرونه په ذهن کې راګرځوي، روښانه راتلونکی انځوروي، له کورنۍ او مور و پلار سره د يو ځای کېدو او ګپ شپ خبرې رايادوي او هڅه کوي هر ډول مثبت مثبت فکرونه په ذهن کې راوګرځوي. دلته يوازينۍ لار چې ورپاتې وه دا ده چې خپل په تيږې لاندې نښتی لاس غوټ پرې کړي او ځان خلاص کړي ، له ځان سره د کوهنوردي په سامان کې کوچنی چاقو لري چې چندان د کار هم نه وي لاس پاس په مټ کې د غرختلو په پټه کلک تړي چې وینه جريان پیدا نکړي او بيا په کوچني چاقو لاس په پرې کولو پيل کوي له پوستکي او رګونو چې تېرېږي او هډوکي ته رسېږي دده د کوچني چاقو زور نه پرې رسېږي نو يوه لاره دا ورپاتې کېږي چې د لاس هډوکي په بله تيږه په روغ لاس ټکوي او دواړه هډوکي غوټ ماتوي، له درد څخه یې چيغې او درد تر اسمانه رسېږي خو دی په هغه حال کې د نېکمرغه او ښه راتلونکي ژوند فکر کوي او په ژوند کې خپل ځان، کورنۍ او د خپلې غرختلو ښکلې شېبې رايادوي ، چې کله د لاس د پرې کولو پروسه سرته رسېږي ،په خپلو ورسره شته ټوټو د لاس پرې شوی سر کلک پيچي، او له درې څخه په وتلو پيل کوي له درې څخه له راوتلو وروسته په پرې کړي لاس چې په غاړه کې یې پروت دی مزل کوي تر دې چې له درې څخه له راوتلو وروسته د ضعف په حال کې يی هالنډي مېرمن او مېړه او ماشوم ويني او چيغه پرې کوي چې مرسته مرسته! بالاخره هغه ورته رامنډه کوي له دوی څخه اوبه او لږ خواږه خوري ، دغه هالنډی مېره ورسره پاتې کېږي او مېرمن او زوی یې مخ ته روان خپل نور ملګري خبروي او داسې ځای ته ځان رسوي چې انتن کار وکړي او د بيړنيو حالت له مرکز څخه هيلیکوپټر راوغواړي.

هيليکاپټر راځي ارون پکې روغتون ته انتقالوي، د هيليکاپټر پيلوټ وايي چې دده د په خوب تللو مخه ونيسو او دا چې وینه ډېره ترې تللې، دردونه یې سخت دي او په دې څو ورځو کې سختې لوږې او تندې ځپلی نو ډېر باور یې د بچ کېدو نه وو، خو پيلوټ وايي چې ارون د کلکې روحيې په درلودلو تر روغتون پورې تکړه وو او ډاکټرانو یې په برياليتوب سره عمليات وکړل، او څو ورځې بعد بيخي ښه شو او بيرته یې غرختنې او پخوانيو کارونو ته په يوه لاس مخه کړه او تر اوسه ژوندی دی او خپلو چارو ته ادامه ورکوي.

نور احمد عايل




t