وکیلان: مالیې وزیر ځواب ویلو ته نه حاضریږي

وکیلان: مالیې وزیر ځواب ویلو ته نه حاضریږي

د ولسي جرګې یو شمېر غړو نن د جرګې په عمومي غونډه کې د مالیې وزارت پر سرپرست همایون قیومي توندې نیوکې وکړې.
دوی وویل: قیومي په پرله پسې ډول د ځواب ویلو په اړه د دوی غوښتنه ردوي او جرګې ته نه حاضریږي.
د جرګې په نننۍ غونډه کې وکیلانو د اعتراض په ډول د مالیې وزارت ورغلی مرستیال زاهد همدرد رد کړ او د هغه ورتګ یې ونه مانه.
مالیې وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.




t