ټاکنو کمیسون: د ولایتونو ټاکنیزې پایلې لا نه دي را رسیدلي

ټاکنو کمیسون: د ولایتونو ټاکنیزې پایلې لا نه دي را رسیدلي

په داسې حال کې، چې هره ورځ یوه برخه هېوادوال د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د زر اعلانیدو غوښتنه کوي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي، چې د ۲۷ ولایتونو د بیا شمېرل شویو رایو پایلې نه دي ور رسیدلي.

د کمیسون د دارالانشا ریس حبیب الرحمن ننګ ویلي، چې دا پایلې باید نن ور رسیدلي وای.

هغه د ځنډ دلیل نه دی ښودلی، خو هیله مندي یې څرګنده کړې، چې پایلې زر ور ورسیږي او دوی د لومړنیو پایلو په زر اعلان بریالي شي.




t