هند کشمیر ته د امریکایي پلاوي د ورتلو ممانعت کړی

هند کشمیر ته د امریکایي پلاوي د ورتلو ممانعت کړی

راپورونه وایي، چې هندي چارواکو تر خپل واک لاندې کشمیر ته د امریکا د پارلماني پلاوي د ورتلو ممانعت کړی.

د امریکا د پارلمان ریس ولسمشر ټرمپ ته په استولي لیک کې لیکلي، چې هندوستان د دوی پلاوي ته د دغه سفر لپاره ویزه نه ده ورکړې.

هند په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د کشمیر قضیه کې د منځګړتوب په اړه د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه هم رد کړې وه.




t