د عمران خان مرستیاله: نوازشریف د ناروغۍ په پلمه هېواد نه ووت

د عمران خان مرستیاله: نوازشریف د ناروغۍ په پلمه هېواد نه ووت

 

د پاکستان د صدراعظم عمران خان مرستیالې مېرمن فردوس عاشق اعوان پر پخواني صدراعظم نواز شریف تور پورې کړی، چې د درملنې او ناروغۍ په پلمه یې مقصد له هېواده تېښته کوله.

د دې په وینا که نواز شریف ناروغ وای، لندن ته رسیدو سره به یې د روغتیایي وضعیت اړوند راپورونه خپریدلی.

له دې سره د عمران خان مرستیاله وایي، چې دوی به شریف په انګلستان کې پاتې کیدو ته پرې نه ږدي او زر به یې ستون او بیا زنداني کړي.

شریف د پراخ فساد په تور محکمې له دندې ګوښه او په ۷ کاله بند محکوم کړی و، خو اوس ظاهراً د سختې ناروغۍ له کبله لندن ته تلی.




t