د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت په اړه بحث وشو

د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت په اړه بحث وشو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس قانونپوه سیدیوسف حلیم او د هیواد لوی څارنوال فرید حمیدي سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د هیواد د امنیتي ارګانونو مسوولینو هم حضور درلود، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس او د هیواد لوی څارنوال د قاضیانو او څارنوالانو او د هیواد د عدلي او قضايي ارګانونو د تاسیساتو د امنیت د ټینګښت په اړه خپل وړاندیزونه وکړل.

دوی د دغه په څرګندولو سره چې د عدلي او قضايي ارګانونو کارکوونکي په هیواد کې د قانون د حاکمیت په خاطر هڅې کوي وویل، د قاضیانو د امنیت قطعې ته زیاته پاملرنه وشي.

همدرانګه د سترې محکمې رئیس او د هیواد لوی څارنوال د عدلي او قضايي ارګانونو څخه د جمهوررئیس د همیشني ملاتړ او څارنې مننه وکړه.

د هیواد جمهوررئیس وویل، دښمنان په هیواد کې د قانون د حاکمیت مخالف دي او تل غواړي عدلي او قضايي ارګانونو ته زیان ورسوي.

په همدې ترتیب د ملي امنیت سلاکار وویل، امنیتي ارګانونه به د قاضیانو او څارنوالانو او د هیواد د عدلي او قضايي ارګانونو د تاسیساتو د امنیت د ټینګښت په خاطر پر یوې منظمې طرحې کار وکړي.




t