لغمان: چارواکو مدني ټولنو سره مشورتي غونډه وکړه

لغمان: چارواکو مدني ټولنو سره مشورتي غونډه وکړه

د لغمان والي ددې ولایت د مرکز او پنځه ګونو ولسوالیو لسګونه ځوانانو او مدني ټولنو سره مشورتي نوبتي غونډه ترسره کړه.

په ياده غونډه کې، چې نن دوشنبه د ليندۍ پر ۱۱ نېټه له غرمې وړاندې ترسره شوه، پرمهال يې لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ سربېره، مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار، د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو مسوولينو، د پنځه ګونو ولسواليو ځوانانو، مدني ټولنو استازو، ژورنالېستانو، مېرمنو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

لومړی د اطلاعات او فرهنګ رئيس فيضان الله پټان ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ولايتي ادارې له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې په دې مهمه غونډه کې له دوی سره ګډون وکړ.

نوموړي وويل له دې وړاندې د ځوانانو سره ۳ مجلسونه ترسره شوي وو، چې ډېری ژمنې يې عملي شوي دي.

ورپسې د مرکز د ځوانانو په استازولۍ امين الله ناصري، د قرغیو ولسوالۍ په استازولۍ شیرین توکلي، د الينګار د ځوانانو په استازولۍ صفي الله سادات، د اليشنګ د ځوانانو په استازولۍ حسين سجاد، د دولت شاه ولسوالۍ د ځوانانو په استازولۍ رفيع الله ثاقب او د مېرمنو په استازولۍ سپوږمۍ بابکرخېل خپلې يو شمېر غوښتنې، ستونزې، انتقادونه او پېشنهادات د ولايتي ادارې له رهبرۍ سره شريک کړل.

دوی ټولو د انکشافي پروژو د زياتوالي، ځوانانو ته د کار د زمينې د برابرولو، د غيرې مسوولو وسله والو مخه نيول، ډاډمن امنيت راوستل، عامې روغتيا خدمات پراخول، د امنيتي کمربندونو پراخولو ، د مرکز په شمول په پينځه ګوونو ولسواليو کې دې متوازن انکشاف ترڅنګ په الينګار ولسوالۍ کې د ډاډمن امنيت رامنځ ته کولو، ځوانانو څخه ګټورې استفادې په برخه کې کار کول، د پارکونو، شنو ساحو او نورو ملي ځايونو د غصب په مخنيوي، د ښوونکو د ډېرولو، د اليشنګ د لويې لارې په امنيت کولو، د متوازن انکشاف، څښاک د پاکو اوبو برابرولو او کانالونو د جوړولو، د دولت شاه ولسوالۍ د عمومي لارې امنيت کولو، په دولت شاه کې د خيالي ښوونکو مخه نيولو، په قرغيو ولسوالۍ کې د ولسي غونډو لپاره د يو معياري تالار جوړولو او په همدې ولسوالۍ کې د يوه مجهز روغتون جوړول، په بېلابېلو سکتورونو کې مېرمنو ته د کار د زمينې د برابرولو، د ۱۳۹۹ کال په پلان کې د مېرمنو لپاره د ځانګړو پروژو د ايجادولو په برخه کې خپلې پوښتنې، غوښتنې، ستونزې، او پېشنهادات د ولايتي ادارې له رهبرۍ سره شريک کړل.

ورپسې د بېلابېلو سکتورونو د مسوولنو لخوا د دوی پښتنو ته په تفصلي ډول ځواب ورکړل شوو.

د پوهنې رئيس عبدالله حميدي وويل په يوه ولسوالۍ کې هم خيالي ښوونکی نه شته او دوی دې برخې ته ځانګړې پاملرنه ترسره کړې ده.

نوموړي وويل د مکتبونو او ښوونکو څخه نظارت په برخه کې دې ورسره ولسونه همکاري وکړې، ترڅو په دې برخه کې د رامنځ ته کېدوونکو ستونزو مخه په وخت سره ونيول شي.

هغه وويل د دولت شاه او اليشنګ ولسواليو د ښوونکو د ښارګوتو ستونزې حل شوي او په نېږدې وخت کې به پرې عملاً کار شروع شي.

حميدي وايي سږ کال يې ۲۲۵ قراردادي او ۷۵ حق الزحميي ښځينه ښوونکې په دندو ګمارلي، چې په راتلوونکو کلونو کې به دا برخه نوره هم پراخه کړي.

هغه وويل ټولو ښوونځيو ته يې د پوهنې وزارت د هدايات په اساس د کتابونو توزيع شروع کړې او خصوصي تعليمي مرکزونو ته يې هم ځانګړې پاملرنه ترسره کړې.

ورپسې د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالمعروف جليلي وويل د عامې روغتیا روغتون د زیږون په څانګه کې ۳ ښځينه ډاکټرانې لري او په نېږدې راتلوونکې کې به په جراحي واټ کې هم ښځينه ډاکټره په دنده وګماري.

نوموړي وويل په الينګار ولسوالۍ کې ۱۹ او په اليشنګ ولسوالۍ کې ۱۱ فعاله کلينکونه لري، چې وخت پر وخت ورته ادويجات رسېدلي دي.

بلخوا د سړکونو د ساتنې رئيس انجينر نصرت آغا سنګرخېل وويل د الينګار او دولت شاه ولسواليو د سړکونو اسناد برابر شوي او په نېږدې راتلونکې کې به يې نور کارونه هم بشپړ شي.

هغه د ولايت مقام مخې ته د تېرېدوونکي سړک په اړه وويل ياد سړک د هېچا لخوا نه دی بند شوی، بلکې د اداري مجلس د پرېکړې په اساس په درېو برخو کې جوړېږي.

ورپسې د ګډوالو او بېرته رستنېدوونکو چارو رئيس انجينر شاکرالله شاکر وويل هغه چا، چې د خپلې قانونې نمرې پيسې تاويل کړي او اسناد په لاس لري په نېږدې ورځو کې به ورته عملاً نمرې ورکړل شي.

له بل پلوه د ښار جوړولو او ځمکوالۍ رياست استازې وويل د سلطان غازي بابا ښارګوټي ډيزاین د دوی د وزارت لخوا شوی، چې په دې ښارګوټي کې شنې ساحې، پارکونه معلوم دي او هېچا ته هم شنې ساحې او پارکونه نه دې توزيع شوي.

ورپسې مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي وويل د ښاري نظم کمېسيون چارې يې ښې مخې ته روانې دي او هڅه کوي، چې دا چارې نورې هم ښې کړي.

نوموړي وويل د الينګار او اليشنګ ولسواليو لپاره به د سلطان غازي بابا په نوي ښارګوټي کې د موټرونو هډې ځانګړې شي، ترڅو ورسره ښار نوره ښکلا هم پيدا کړي.

هغه د حلقوي سړک د متضررينو د نمرو په اړه وويل تر ۱۸۰ پورې نمرې يې د دوی لپاره توزيع کړي او هغه څوک، چې له نمرو څخه پاتې وي هغوی ته به يې هم په نېږدې راتلوونکي کې ورکړي.

هغه د اطفايې ترڅنګ د ساحې د نمرو په اړه وويل، چې ياده ساحه په پلان او نقشه کې نه شنه ساحه ده او نه هم پارک ته ځانګړې شوې او په دې ساحه کې يې، چې کومې نمرې توزيع کړي دا يې د ولايتي شورا د وکيلانو او یوشمېر نورو ته ورکړل شوي.

الکوزي وويل د ده په هڅو د سيمه ييزو ارګانونو لخوا ۱۰ ميليونه تشويقي بوديجه د مهترلام ښاروالۍ لپاره ځانګړې شوې، چې د انکشاف او بيا رغونې په برخو کې به مصرف شي.

په ورته مهال لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ له ځوانانو او د غونډې له ګډونواولو څخه مننه وکړه، چې د خپلو ولسواليو ستونزې يې مخامخ د ولايتي ادارې له رهبرۍ سره شريکې کړې او د لړۍ به همداسې روانه وي.

هغه وويل په ننۍ غونډه کې د مرکز په شمول د پنځه ګوونو ولسواليو د ځوانانو له لوري ۳۵ بېلابېلې پوښتنې مطرح شوي، چې ډېرو پښتنو ته يې د بېلابېلو سکتورونو د رئيسانو لخوا ځواب ورکړل شوو.

نوموړی وایي، د ۳۴ نورو ولايتونو په نسبت د لغمان ولايتي اداره او د ۸ بېلابېلو سکتورنو رئيسان بهتره او فعاله دي.

نوموړي وويل د روان کال ۸۷ سلنه بوديجه په مصرف رسېدلې ده او پاتې نوره به يې هم په مصرف ورسېږي.

ښاغلي ننګ وويل لغمان ته د ۹۸ کال لپاره ۲۸ ميليونه ډالره بوديجه ځانګړې شوې وه، چې د ۹۹ کال لپاره د ولايتي ادارې په هڅو او د پروژو په غوره ټاکنو سره دا بوديجه ۳۵ ميليونه ډالرو ته لوړه شوې.

والي ننګ وويل په لغمان ولايت کې خدمات په منظم ډول روان دي او دوی هڅه کوي، چې دا برخه نوره هم پياوړې کړي.

نوموړي وويل مېرمنو ته ځانګړې پاملرنه ترسره شوې او هڅه کوي، چې د دوی ونډه او ګډون په سيمه ييزه حکومتوالۍ کې لا پراخ کړي.

هغه وويل د ځوانانو د بې کارۍ يو علت دا دی، چې دولتي او خصوصي پوهنتونونه فارغان ډېر ورکوي اما په مقابل کې استخدا کم دی، چې دا ستونزه افغانستان شموله ده.

ښاغلي ننګ وويل د جمهور رئيس فرمان دی، چې سيمه يیزه حکومتوالي دي قريه محوره شي ترڅو خدمات لا په ښه شکل سره ترسره شي او د ولسونو غوښتنو او ستونزو ته په وخت رسيدګي وشي.

هغه د امنيت په برخه کې د ۱۰ بېلابېلو ميکانيزمونو په اړه هر اړخيزه معلومات هم د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.

والي ننګ د شاهي کانال د دوهم فېز، د بابا صاحب دشته زراعتي کول، د الياس خېلو کانال ډېزين کول، د تاج کړيو او ده زيارت پلونو ډيزاين کولو ترڅنګ د يو شمېر نورو پروژو څه هم يادونه وکړه، چې په راتلوونکې کې به يې چارې پپل شي.

نوموړي وويل د نن ورځې د مجلس ټولې پوښتنې او غوښتنې يې له ځان سره نوټ کړي او په راتلوونکي مجلس کې به يې نتايج له همدې ستيجه له ګډنوالو سره شريک کړي.

په ياده غونډه کې د يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم د لغمان والي په تفصيل سره خبرې وکړې.
۱۳۹۸/۹/۱۱
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر
#LMIC




t