چارواکي: لغمان کې وسله وال مخالفین ځپل شوي

چارواکي: لغمان کې وسله وال مخالفین ځپل شوي

د لغمان د مرکز او ولسوالیو د لا ډاډمن امنیت، د امنیتي کمربندونو د لا پراخوالي، د وسله والو ځپلو او د موثرو هوایي او ځمکنیو عملیاتو د اجرا په اړه نظامي ناسته ترسره شوه.

نن د دوشنبې په ورځ د قوس په ۱۱ نېټه له غرمې وروسته په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په مقر کې دا نظامي ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ سربېره په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان تورنجنرال عبدالهادي ترین، د لغمان د ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد قاسم عبادي، امنیه قومندان مل پاسوال محمد سالم الماس، دلومړۍ پلې لیوا رئیس ارکان ډګروال هدایت الله او په ختیځ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قومندان برید جنرال مازراکیا ګډون کړی وو.

لومړی ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه امنیتي او اوپراتیفي وضعیت د ملي امنیت رئیس له لوري تشریح شو او په راتلونکو پلانونو هم خبرې وشوې.

هغه دغه راز وویل،چې وسله وال په لغمان ولایت کې کاملاً ځپل شوي او د ګډو ځواکونو له لوري به نور هم د دوی شومې موخې لمنځه یوړل شي.

په ورته مهال امنیه قومندان، د لومړۍ پلې لیوا رئیس ارکان او د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د کشف مسوول هم د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو شریک کړل او سربېره په دې یې په ګڼو راتلونکو پلانونو خبرې وکړې.

په همدې حال کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان تورنجنرال عبدالهادي ترین هم په لغمان ولایت کې د ملکي او نظامي رهبرۍ ستاینه وکړه او دوسله والو د ځپلو او د لا ډاډمن امنیت په موخه یې په ګڼو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه دغه راز په ځینو برخو کې یو شمېر لارښوونې هم د نظامي ارګانونو له مسوولنیو سره شریکې کړې.

دغه راز ختیځ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قومندان برید جنرال مازراکیا د لغمان د والي ښاغلي محمد اصف ننګ هڅې په نظامي او نورو برخو کې د ستاینې وړ وبللې او له خپل لوري یې د هر راز همکارۍ ډاډ یوځ بیا څرګند کړ.

بل لورته د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ له لوري ددې ولایت امنیتي وضعیت د ډاډ وړ یاد شو او د وسله والو د ځپلو په برخه کې یې په یو شمېر پلانونو هم تفصیلي خبرې وکړې.

هغه د امنیتي کمربندونه په لا پراخوالي، د موثره هوایي او ځمکنیو عملیاتو ترسره کېدو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز په دې ناسته کې په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو پریکړې او تصامیم ونیول شول.
۱۳۹۸/۹/۱۱
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر
#LMIC




t