د څارندوی رامنځته کیدلو ۸۸ مه کلیزه ونمانځل شوه

د څارندوی رامنځته کیدلو ۸۸ مه کلیزه ونمانځل شوه

د پکتیا پوهنې ریاست اړوند څارندوی مدیریت په هیواد کې د څارندوی رامنځته کیدلو ۸۸ مه کلیزه ونمانځله.
په یادو مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال والي الحاج عبدالولي سهي، د سکتور رئیس بهای جان یار، پوهنې ریاست مسولینو په ګډون څارندویانو او ښوونکو برخه درلود.
ښاغلي سهي د څارندویانو د سپیڅلي مسؤلیت پخوانۍ مخینې سربیره په ښوونځیو کې ددوی په ارزښت او موثریت خبرې وکړې او د دغې ورځې په وياړ یې ټولو څازندویانو ته مبارکي وویله. نوموړي وویل همدغه څارندویان د ښوونځیو د نظم او دسپلین د تنظیم په موخه کار کوي او تل د نظم رامنځته کولو لپاره یواځې د احساس له مخې مسؤلیت مني. ښاغلي سهي د پوهنې ریاست مسولینو ته هدایت وکړ، چې تل د ښوونځیو د نظم رامنځته کولو په پار له هرې ممکنه لارې ګټه واخلي او د پکتیا په ټولو ښوونځیو کې د نظم او ډسپلین په موخه د مسلکي څارندویانو کمېټې جوړې کړي، څو د پوهنې بهیر لا هم منظم او با ډسپلینه مخته ولاړ شي.




t