د ځاځي اریوب قوریه دارانو ته سامان آلات وویشل شول

د ځاځي اریوب قوریه دارانو ته سامان آلات وویشل شول

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ۸۰ قوریه دارانو ته د کورنیو قوریو جوړولو سامان آلات ورکړل شول، چی هر قوریه دار ته دوه کیلو د جلغوزیو تخم، ۲ بېلچې او لاستي، ۲ دانې د خشاوې وسایل، يو پلاستیکي اوبه شیندونکی، یو ۱۰ لیتره د درمل شیندلو ماشین، ۱۳ کیلو ګرامه توره سره، ۱۳ کیلو ګرامه سپینه سره، يو لیتر د ناروغیو او آفاتو د کنټرول درمل، یو کېلو پلاستیکي پړی، ۱۸ کیلو ګرامه د جلغوزیو تخم، د تخم د کرلو لپاره پلاستیکي کڅوړې، د تونلونو لپاره پلاستیک او د ۲ متره تونلونه ورکړل شول او په همدې اونۍ کې به ذکر شویو قوریه دارانو ته ۳۰ کیلو ګرامه د چهارمغزو تخم هم ورکړل شي.
د وسایلو د وېش پر وخت ۸۰ تنو قوریه دارانو ته د جلغوزیو او چهارمغزو د کښت او روزنې ترینینګ هم ورکړل شو.
پکتیا کې د ځنګلونو د احیا، ساتنې، مسلکي کښت، باغدارۍ او مالدارۍ لپاره هڅې کړندۍ شوې دي چې د سیمې د خلکو دلچسپۍ ته په کتو سره به په راتلونکي کال کې په دغه برخه لا زیاته پانګونه وشي.




t