د ماشومانو د حقونو ورکشاپ پای ته ورسېد

د ماشومانو د حقونو ورکشاپ پای ته ورسېد

په خوست کې د ماشومانو د حقونو اړوند یوولس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.
یاد ورکشاپ چې یوولس ورځې وړاندې د خوست والي محمد حلیم فدایي لخوا افتتاح شوی و په کې د بېلابېلو ادارو او غیر دولتي موسسو دیرشو مامورینو ته د ماشومانو ساتنه، د ماشومانو د قضیو مدیریت او ټولنیزکار په اړه مالومات وړاندې شول.

ګډونوالو ته د ورکشاپ د پای په مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو رئيس ښاغلي احسان ځدران د یونیسیف او د CPAN تفاهنمامې اړوند له ټولو اداراتو مننه وکړه او ویې ویل چې د دوی ادار به له نورو ادارو سره په همکارۍ د ماشومانو قضایاوې په جدیت تعقیب او تامینیدو ته به یې مشترک کار او تطبیق کیدونکی عملیاتي پلان جوړ شي.

د ورکشاپ ګډونوالو دا ډول ورکشاپونه ګټور وبلل او د ماشومانو حقوقو د تامین په برخه کې یې ژمنې وکړې.




t