کرزي د شینوارو پېښه وغندله

کرزي د شینوارو پېښه وغندله

د افغانستان مخکیني جمهور رئیس حامد کرزی د ننگرهار په اچین ولسوالي کې د شپنیو عملیاتو له امله پر ملکي تلفاتو خپله ژوره اندېښنه څرگنده او دغه عمل په کلکو ټکو غندلی.
حامد کرزي په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د خلکو د سر او مال ساتنه او محافظت د امنیتي ځواکونو مسوولیت گڼي او د افغانانو پر وړاندې د هر راز نظامي عملیاتو پر ژر تر ژره بندېدو ټینگار کړی.
چارواکو په اچین کې د هغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، چې د یوه ملکي پلار او زوی د وژل کیدو ادعا پکې شوې ده.




t