څلوېښت کاله په توپان کې؛د هېواد د یوه حساس پړاو ریښتینی تصویر

څلوېښت کاله په توپان کې؛د هېواد د یوه حساس پړاو ریښتینی تصویر

لطیف ارش

ښه کتاب هغه دی چې دوه خصوصیته ولري لومړی دا چې بار بار په لوستلو وارزي او دویم دا چې په هر ځل لوستلو کې تاسې ته نوی شی درکړي. زه فکر کوم چې په دې کتاب کې دا دوه خصوصیته شته تاسې یې چې هر ځل لولئ ، بل ځلې هم د لوستلو تلوسه در سره وي او هر ځل یې چې لولئ د خپل توان په اساس ترېنه برداشت کوئ او دا د ادبیاتو د تیوري هغه برخه ده چې هر متن څو برخې لري، یو هغه سطحي برخه ده چې عام ولس پرې پوهیږي، یو یې هغه برخه ده چې پوهان پرې پوهیږي زه فکر کوم چې په دې کتاب کې دا خاصیت هم شته. که څلوېښت کاله په طوفان کې وڅېړل شي له هره پلوه څېړل کېدای شي. تاسې کولی شئ دا د نثر له پلوه وڅېړئ چې څومره رنګین نثر لري! څومره تصویري نثر لري! کله چې جنرال جان الن او همدارنګه د امریکا سفیر او ولسمشر غواړي له اوباما سره خبرې وکړي، هغه وخت کې یې هم دا تصویر نه دی هېر شوی، وايي چې د ژېړو قندیلونو لاندې مو ډوډۍ وخوړله. معنا داده چې تاسې یو تصویر اخلئ حال دا چې په دغه برخه کې متن په شدت سیاسي دی. له نورو اړخونو یې هم داسې څېړلی شو. په کتاب کې یوه پټه موسیقي ده څوک چې په ادبیاتو پوهیږي دا مسئله ورته واضحه ده، هر کتاب یوه پټه موسیقي لري کامیاب لیکوال هغه دی چې دا موسیقي داسې عیاره کړي چې په هر ځای کې د متن په تناسب ځان وښي. که تاسې د ګابریل ګارسیا مارکز کتابونه ولولئ نو په هغه کې دا پټه موسیقي لیدلی شئ. د داستایوسکي په داستانونو کې هم دا پټه موسیقي شته. څلوېښت کاله په توپان کې هم په پښتو ژبه هم په فارسي ژبه دغه پټه موسیقي لري چې هر ځای یې په متن کې دغه موسیقي لیدل کیږي په دې شرط چې په دقت سره ولوستل شي. د کتاب څو ځانګړنې زه په لنډ ډول وایم یو دا ده چې تصویر پکې دومره قوي جوړ شوی دی، تاسې د ډانیله سټیل ګوتمۍ رومان ولولئ، په هغه کې داسې تصویرونه شته چې که د خرم صاحب له کتاب سره مقایسه شي، دا کتاب پرې باندې دی، هغه یو نړیوال شهکار دی او د نوبل جایزه یې وړې ده.

بل بحث په کتاب کې دا دی چې حقایق یې بیان کړي دي.

دلته زما نه مخکې یوه وینا وال ځینې مسایل مطرح کړل خو زه نه پوهیږم چې څومره به دقیق وي، زه د کتاب په اړه غږیږم نه د شخصیت په اړه. دویم بحث پکښې قوي منطق او استدلال دی، مثلا تاسې وګورئ په یوه برخه کې لیکوال وایي چې: کله چې ولسمشر له اوباما سره غږیده د حکومت یوه چارواکي راته وویل چې جنرال جان الن وايي چې تاسې د قرارداد په اړه منفي خبرې کوئ. له هغه نه وروسته یوه واقعیت ته اشاره کوي په هغه واقعیت کې به تاسې ووینئ چې دا منطق دومره قوي دی چې د افغانستان هغه څوک چې وطن ساتي او څوک چې وطن پلوري دا تصویر پکې ډیر شفاف ګورئ او دا هغه څه دي چې په نورو آثارو کې یې تاسې لیدلی نشئ. د کتاب یو بل ښه خصوصیت دا دی چې بې پرې لیکل شوی دی، یعنې معنا دا چې توکمیز رنګ پکې نه شئ لیدلی، له ده نه مخکې د افغانستان د حکومت د یوه چارواکي لخوا یو کتاب لیکل شوی و، په هغه کې د طالب لخوا وژل شوو پښتنو ته (وژل شوی) لیکل کیږي او ورته لیکل کیږي چې ووژل شو، خو کله چې د طالب لخوا تاجک وژل کیږي وايي شهید شو. زه نه پوهیږم چې دا کومه ترمینالوژي ده، ته د اسلام په رڼا کې دا بحث کوې یا د کوم بل اصل په رڼا کې دا بحث کوې، وژل کیږي دواړه افغانان او دواړه په دې وژل کیږي چې دا د حکومت کارمندان دي خو تاجک ته شهید لیکې پښتون ته وژل شوی لیکې، په دغه کتاب کې دا نشته دي، تاسې په لومړي فصل کې وګورئ د حزب اسلامي کدرونه په دار کیږي ماویستان هم په دار کیږي، دواړو ته یو لفظ استعمالیږي حال دا چې لیکوال هغه وخت یو ایدیولوژیک شخصیت دی.

بله برخه د کتاب مستندې خبرې دي، هر کتاب باید همداسې وي، مخکې ډاکتر صاحب باقي امین یوه خبره وکړه، د حافظې خبره یې وکړه. زه د خرم صاحب حافظه ستایم کله چې سړی کتاب لولي ورته معلومیږي، برخلاف د سپنتا صاحب چې له هغو ما یادداشتونه اخیستل دلته داسې معلومیږي چې ډېر شیان د حافظې په مرسته ثبت شوي دي. مستندې خبرې او ډیالوګونه ډېره مهمه برخه د کتاب ده په دغه برخه کې تاسې هغه شیان وینئ چې په راتلونکو کلونو کې د نورو څېړونکو لپاره ډیر مهم ثابتېدلی شي. په کتاب کې طنز ته هم ځای ورکړل شوی دی. تاسې په کتاب کې وګورئ ځینې برخې طنزي ادبیات پکې شته مثلا لیکوال وايي چې، له یو چا نه نقل قول کوي چې که د ما په خوښه کار ونه شو نو تکت مه اوپنه په دغه برخه کې تاسې ته خندا راځي که څه هم خندا ترخه خندا ده طنز هغه خندا ته ویل کیږي چې د قهر یا د خفګان له وجې وي. یعنې دا یو تریخ واقعیت دی چې په هغه وخت کې دا اداره داسې وه چې هر چا چې او هر څوک چې له هر ځای نه راغلي وو او د تکت اوپن د انګلستان نه اوپن ده، د سیمې د هیوادونو نه نده، دا د یوه مهم هیواد نه تکت اوپن ده، که د ما خبره نه منې زه بېرته تللی شم، او که زه لاړم بیا که څه کیږي هغه بیا په تاسې پورې مربوط دي.

د کتاب بل بحث د واقعیتونو بیان دی، ډېر کم لیکوالان په تاریخ کې شته چې واقعیت چې کوم ډول دی هغسې لیکي، په دې کتاب کې هم واقعیتونه چې کوم ډول تیر شوي دي همغسې لیکل شوي دي. دا زما د وینا اصلي برخه همدغه ده، هغه نورې تقریبا حاشیه‌وي خبرې وې. که تاسې دا کتاب په دریو برخو وویشئ یعنې یو شخصي ژوند، بل په اداره کې کار او بل له امریکا سره اړیکه، په دغو دریو برخو کې تاسې حقایق وینئ، ما ته یو یونانی فیلسوف را یاد شو، هغه خپل ملګري ته وویل: ته راباندې ګران یې خو حقیقت له تا نه هم را باندې ګران دی. که تاسې په اداري برخه کې چې په دولت کې مو کار کړی وګورئ، واقعیتونه لیکل شوي دي، او همدارنګه له نړۍ سره اړیکه چې زه فکر کوم دا مهمه برخه ده او دا زموږ د تاریخ اصلي برخه ده روایتونه دلته یو اړخیز دي خو دلته دا یو بل روایت دی، د درد او ناامیدۍ روایت دی چې امریکایانو دلته څه کړي دي، ځانګړو قطعو څه رقم کړنې کړې دي، د ځانګړې قطعې هغه امریکايي عسکر چې څوک به یې ونه وژل ډوډۍ ورته خوند نه ورکاوه، سل کلونه بعد خلک دا خبره هېروي خو دلته په کتاب کې راغلې ده او دا ددغه وخت یو تریخ تصویر دی، همدارنګه د ملکي تلفاتو په اړه، د زندانونو په اړه دا مسایل پکې راغلي دي چې زه فکر کوم ډېر مهم دي.

بل بحث د انتقادي دید دی، دی وايي چې زه له داسې یوه ګوند سره مل وم یا ورسره مې کار کاوه یا مبارزه مې کوله چې تصور دا کېده چې هغه څه چې ښکاره کېده، خو کله چې ځي پاکستان ته، هلته ویني چې داسې نه ده، دلته ما ته د ماریکل دور هغه مشهوره تیوري په ذهن کې راغله چې وايي: هره هغه جګړه چې اوږده شي ایډیالوژیک رنګ یې کمرنګ شي او همدارنګه اقتصادي رنګ یې پوخ شي. خرم صاحب د هغو قوماندانانو په هکله غږیږي چې وسلې یې پلورلې حال دا چې په افغانستان کې هغه مهال وسلې ته ډېر ضرورت و، ولې چې د یوه ډیر ستر قدرت سره جګړه روانه وه. بل بحث د رهبرانو د انحصار مسئله پکې مطرح شوې ده، دلته د غربي لیکوال هغه مسئله یا هغه خبره د تائید وړ ده چې وايي قدرت فساد زیږوي او مطلق قدرت مطلق فساد زیږوي، تاسې که د دغو ګوندونو پخوانی حال یا اوس ووینئ چې په هغه اصلي حلقه کې یې د همدغه مطلق قدرت په نتیجه کې مطلق فساد و.

زما وخت لس دقیقې و اوس ختم شو، زه فکر کوم چې همدومره به بس وي او هیله لرم هغه څه چې په دې کتاب کې وو یوه څنډه یې ما تاسې ته ویلې وي او یو ځل بیا هم جناب خرم صاحب ته د کتاب د چاپ مباکي وایم او یوه اخري خبره کوم هغه دا ده چې هر ځل چې په خواله رسنیو کې د کتاب په اړه څه لیکل کیږي له دروند استقبال سره مخامخ کیږي او حتا هغه بهر میشتي افغانان وايي چې  پي ډي ایف به یې پیدا نه شي! ما ته به یې له کابل څخه څنګه را ورسوې یا څنګه یې له کابل څخه تر لاسه کړم، البته د امازون د نشر نه د مخه خبره درته کوم نو دا هم دلته دا مفهوم افاده کوي چې دا کتاب په ولس کې ځای لري حال دا چې که تاسې د بل کتاب په اړه یو ځل پوسټ وکړئ بل ځل ولس ورسره هېڅ غبرګون نه ښيي. مننه




t