د خدای په خوښه اوسېدل

د خدای په خوښه اوسېدل

سترګې مې د غږ او رڼا په ستورمزلي قافله سالار ولګېدې؛ ما وېل «کاش کي زه وای!»

تلویزیون کې قمرګلې د غږ په اوبو، د عشق جونګړه جوړه کړې وه؛ ما وېل «ولې زما غږ د خامو خټو، غرنیو کاڼو او پولادو بوی لري؟»

لمر ټولې دنیا ته څراغ ورکړی ؤ؛ ومې لیدل، چې زه همدا اوس لکه له خپلو تیارو ډک غر، په لاپو یم.»

د فیسبوک په دړه، د ناسا ادارې، د ستورمزلو ارت پلونه چاپ ؤ؛ خو زه له (شیري لارې) دومره لېرې وم، لکه د کبر شناختې چې د انسانانو شهرت په یخ وهلي دي!

ما غوښتل، دا اوس، د آرام سمندر د تل، د هغې نه لیدلې سمڅې تیارو کې مور پسې سرګردان کب، لارښوود واوسم! خو خبر وم، چې (ځان) پسې مې ایمان تللی!

اصلا ما غوښتل دغه شېبه، هرځای، هر شی واوسم او په ټولو پوه واوسم!

دې شېبه کې ایله، چې په زړه راویښ شوم. نو ما وېل:

«خدایه! څه چې تا غوښتي وي، هغه هر څه دي!»

د خدای په خوښه اوسېدل، دغه شېبه د هر شي لیدل او پوهېدل دي.

تازه مې وموندله، چې دومره مهال په لاپو وم!

او رښتیا، د خدای له خوښې پرته، هره مشغولا، ځای پر ځای ګرځېدل او پر ځان را تاوېدل دي.

وفا سمندر




t