غزل/هدایت الرحمن ډاډ

غزل/هدایت الرحمن ډاډ

داسې پاسته داسې په رو رو قدمونه ږدي
لکه يتيم ته څوک په سر باندې لاسونه ږدي

هوښياره دومره ده سکرو باندې مې نوم ليکي
ماشومه دومره ده رنګه باندې خالونه ږدي

عزت يې دومره دی له کوره بهر نه راووځي
غربت يې دومره دی په اور پلستيکونه ږدي

چې ورته ووايم زما ځای دی بښنه غواړي
هر يو سهار زما چوکۍ کې کتابـونه دي

يو لېونی دلته په دار شولو پرون مازيګر
يو لېونۍ يې په تازه قبر ګلــونه ږدي

ډاډه شبو له خدايه غوښتی يې او غواړي دې
مور ته دې اوس هم په بالښت کې تعويذونه ږدي




تبصره وکړئ

avatar
t