د روح ګل خاکسار په نوم د ښځینه شاعرې د کتاب مخکتنه وشوه

د روح ګل خاکسار په نوم د ښځینه شاعرې د کتاب مخکتنه وشوه

ولایتي اداره د ټولني ادبي او فرهنګي برخي پیاوړتیا ته پوره ژمنتیا لري
دغه څرګندوني مرستیال والي عبدالحنان منیب د سې‌شنبې په ورځ اطلاعاتو او کلتور ریاست کي د روح ګل خاکسار په نوم د ښځینه شاعرې د نوي چاپ سوې شعري ټولګي « د ژوند هینداره» د ستایني په پار جوړې سوې غونډه کي وکړي، چي پر مهال یې ولسي جرګه کي د ارزګان د خلکو استازې ګلالۍ محمدي، د دولتي ادارو یو شمېر رئیسانو، فرهنګ‌پالانو، ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړی وو.

په پیل کي د اطلاعاتو او کلتور رئیس حکمت‌الله افغان وویل، د ارزګان ښځینه شاعرې روح‌ګل خاکسار نوی چاپ سوی اثر « د ژوند هینداره» د زر ټوکه په شمېر په ولسي جرګه کي د ارزګان د خلکو استازې ګلالۍ محمدي په مالي لګښت چاپ سوی، چي نن یې په ویاړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ امریت ستاینغونډه جوړه کړې ده.

ښاغلي افغان د ادبي او فرهنګي فعالیتونو د دوام ډاډ وړاندي کړ او څرګنده یې کړه، چي لا هم د ښځینه او نارینه شاعرانو یو شمېر اثار ناچاپ پاته دي، چي په راتلونکي کي به د چاپ په ګاڼه سمبال سي.

وروسته لیکوال او ژورنالیست محمدابراهیم سپېڅلي د ښځینه شاعرې روح‌ګل خاکسار بایوګرافي د ګډونوالو سره شریکه کړه او د هغې د شاعرۍ په اړه یې خبرې وکړې.

وروسته مرستیال والي عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پر مهال ښځینه شاعرې روح‌ګل خاکسار ته د هغې د نوي چاپ سوي اثر مبارکي ورکړه او مننه یې وکړه، چي د پښتو ادب د پیاوړتیا لپاره هلي ځلي کوي.

ښاغلي منیب وویل، شاعر د ټولني ناخوالو، بې‌وسیو، کړاوونو او محرومیتونو ته د قلم او هنر په ژبه انعکاس ورکوي، ځکه خو شعري موضوعات د الهام ترڅنګ واقعي پېښي په خپله لمن‌ کي رانغاړي، څو د مظلومانو غږ تر مسؤلو کسانو پورې ورسېږي.

مرستیال والي د ادیبانو او فرهنګیانو ناچاپ اثارو د چاپ په برخه کي د همکارۍ ډاډ وړاندي کړ او زیاته یې کړه، چي ولایتي اداره د ټولني فرهنګي او ادبي برخي پیاوړتیا ته پوره ژمنتیا لري.

په ولسي جرګه کي د ارزګان د خلکو استازي ګلالۍ محمدي وویل، دغه اثر یې د پښتو ادب پیاوړتیا او پښتنو مېرمنو د هڅوني په موخه چاپ کړی او نن یې د افغان مېرمنو په هڅو د پښتو ادب بڼ ته وړاندي کوي.

اغلې ګلالۍ پر نورو مسؤلینو، ملي سوداګرو، ولسي استازو او شتمنو خلکو هم غږ وکړ، چي پښتو ژبې او پښتني فرهنګ ته د خدمت په موخه دې د لیکوالانو او شاعرانو د اثارو چاپ ته اوږه ورکړي، څو د پښتني ټولني علمي او فرهنګي فقر له منځه لاړ سي.

په غونډه کي ښځینه شاعرې او د «ژوند او هینداره» کتاب لیکوالې اغلې روح‌ګل خاکسار د خپلو اثارو او شاعري په اړه خبرې وکړې. هغې وویل، چي د «ژوند هینداره» اثر تر څنګ ځیني نور ناچاپ اثار هم لري او د هغو د چاپ په برخه کي یې مسؤلینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د غونډي په وروستیو کي په ولسي جرګه کي د ارزګان د خلکو استازې ګلالۍ محمدي له لوري مرستیال والي عبدالحنان منیب او یو شمېر نورو مسؤلینو ته ستاینلکونه هم ورکړل سول.




t