ميا خان اکا ته / شفيقه خپلواک

ميا خان اکا ته / شفيقه خپلواک

اکا! څه ‌‌‌‌‌‌ډېرې ګیلې دې سمندرو سترګو راوړې

څومره ‌‌‌‌‌‌ډېرې، ‌‌‌‌‌‌ډېرې هیلې دې په لپو کې ساتلې

د وطن بې شمېره ونې، د جګړې لمبو سېځلې

خو په ماته ملا لګیا وې، مرغۍ تا ورته بللې

اکا! کوت لونګۍ دې جار شم، څه ګردونه پکې نغښتي

وچې لپې دې لندې شه، ارمانونه پکې نغښتي

څومره غلي ژوند ته ګورې، څه رازونه پکې نغښتي

د بڼو لښتې دې ځوږ کړي، څه دردونه پکې نغښتي

مخ دې ګونځې، ګونځې، ګونځې خو په زړه دې ګونځې نشته

منم پل په ورو، ورو اخلې، خو درېږې نه روان یې

غبرګ لاسونه دې زاړه دي، د وړې نجلۍ ارمان یې

د جګړې بلا دې مخکې، ناکرار یې پریشان یې

ته د داسې اسمان ستوری چې تیاره یې په ټټر ده

ته د داسې باغ ګلاب یې چې یې ټوله کیسه منی

ته د داسې غره له ذاته چې ‌‌‌‌‌‌ډبرې یې شړېدلې

ته د داسې دښتې سیوری، چې ریدی یې نه دی کړی

په دې تکه توره شپه کې تا ‌‌‌‌‌‌ډیوې لاس کې نېولې

هیله مند یې رڼا وینې، تا ځلاووې دې راوړې

پسرلی په خوبو وینې، چې غوټۍ دې، دي کرلې

څه عجیب یاغي انسان یې جینکۍ مکتب ته ولې

اکا! څومره ‌‌‌‌‌‌ډېر مغرور یې، هېڅ دې سترګې نه سوځېږي

ښایسته له ګوتې نیسې په ځنکله کې ژوند ورښیې

له لېوانو نه ‌‌‌‌‌‌ډارېږې، په ازغیو روانېږې

څه به مینه شي تمامه، ته یې لور ته خوند ورښيې

اکا! څه عجیب احساس دی، راته ښکاري باغ غوړېږي

تاته ګورم‌، ځانته ګورم، وطن ورو، ورو پورته کېږي

ګوره پاس ستوري ځلېږي، امېدونه راویښېږي

د راتلونکی زېری راغی، خلک پرېږده چې غږېږي




t