په هلمند کې به د معلولينو د درملني لپاره یو لوی مرکز جوړ شي

په هلمند کې به د معلولينو د درملني لپاره یو لوی مرکز جوړ شي

یادې څرګندونې د سره صلیب نړیوالي ادارې د هلمند ولایتي مسولینو د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په لیدنه کې وکړې.

د سره صلیب راغلو مسولینو د خبرو پرمهال وویل: ددې مرکز د جوړېدو عملي چارې به په ۲۰۲۰ میلادي کال کي پیل شي چي په جوړیدو سره به يې د معلولينو د تداوۍ او په دې مرکز کې د سپورټ ، اوسېدو ځای او تخنیکي برخو کې سهولتونه موجود وي.

هغوی زیاته کړه، هغه معلولين چي د لیرو ولسوالیو لپاره د تداوۍ په موخه دې مرکز ته راځي که د شپې مهال دلته وي نو دا مرکز به تر ۱۰۰ تنو پوري نارینه او ښځو لپاره د شپې اوسېدو سهولتونه او امکانات هم ولري.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د سره صلیب نړیوالي ادارې مسولینو سره د خبرو پرمهال وویل: ددې ادارې فعالیتونه او پروګرامونه د ستاینې وړ دي او په هلمند کې يې په ډیرو سختو شرایطو کې دندي ترسره کړي دي.

ښاغلي یاسین خان ددې ادارې له لوري د معلولينو لپاره ددې نوي مرکز د جوړېدو هرکلی وکړ او دايي یوه ستره پروژه وبلل او له خپله اړخه يې د پوره همکارئ ډاډ څرګند کړ، د هغه په خبره حکومت ددغه ډول بنسټیزو پروژو ملاتړ کوي او دپلې کېدو برخه کي تل ورسره همکاري کوي.




t