نورستان: پر۳ نیم سوه جریبه ځمکه نوي باغونه جوړیږي

نورستان: پر۳ نیم سوه جریبه ځمکه نوي باغونه جوړیږي

 

د نورستان ولايت په مرکز پارون کي د باغونو جوړولو کار رسما ددي ولايت د کرني، اوبو لګولو او مالداري رئيس له لوري پيل شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې د یاد شوي ولايت د کرني رياست لخوا سږ کال پدي ولايت کي جمعا ۳۳۴ جريبه باغونه ددي ولايت په مرکز پارون، واما او وانټ وايګل ولسواليو کي جوړيږي.
سرچینه زیاتوي په دغو باغونو کي غوزان يا چهار مغز، مڼه، سره املوک، ګيلاس او بادام شامل دي.

نورستان یو غره ییز ولایت دی، چې لږه کرنیزه ځمکه لري.

خلک یې شکایت کوي، چې له لږې ځمکې هم د کرنې لپاره سمه استفاده نه ده شوې، خو چارواکي وایي نوره به ورته سمه پاملرنه کوي.

 



تبصره وکړئ

avatar
t