ما ورته کتل، چې څنګه سوال کوي او د همدردۍ را پارولو لپاره څه وايي؟

ما ورته کتل، چې څنګه سوال کوي او د همدردۍ را پارولو لپاره څه وايي؟

ما ورته کتل، چې څنګه سوال کوي او د همدردۍ را پارولو لپاره څه وايي؟
ګاډي ترافیکي څراغ ته ولاړ ول، د ده مۍ وریجې ږیره وه، چې ترڅنګ لوکس او لوړ ماډل ګاډي ته ورنږدې کېده، خپل بدن یې کوږ و کیڼ کړ، د چلوونکي پراړخ هینداره یې لاسونه کېښول او د منظمو جملاتو باران یې پرې ووراوه:
مرسته وکړه،
بچي او کورنۍ لرم،
ستا لږ مرسته به …
د غږ لحن یې خورا پاروونکی و او ښايي د مخ د پلو، پوټکي او د سترګو په خوځښتونو یې هم ډېر څه تمثیلول…
چلوونکی پوخ سړی و، ښکارېده، چې بډای دی. یوازې یې سړې سړې ورته راکتل، یو ځل یې په اشاره وپوهاوه، چې لرې شه! مزاحمت مه کوه…
سوالګر، چې پوه شو، څه نه بودیږي، نو ناڅاپه نېغ شو. د بدن کاږه واږه کونجونه یې سیخ شول او غږ یې هم بدل شو. شاته یي گام واخیست او له ځان سره یې په سپکو سپورو پیل وکړ:
ـ خدای دې خوار کړه په دا لوکس موټر، دومره وږی او کنجوس یې.
ـ پیسې یې درکړي خو زړه یې نه دی درکړی…
زما لپاره کیسه همدلته پېچلې شوه او د دې کیسې اصلي غوټه مې سترګو ته ودرېده. ښایي تاسو هم دې پوښتنې ته په ځواب موندنه کې مرسته وکړئ، چې ترناهیلۍ روسته له ځانه سره د سوالګر دغه مونولوګ( له ځان سره خبرې اترې) د څه لپاره و؟
له لومړي تمثیل او خبرو څخه خو یې موخه دا وه، چې د خپل طرف ( بډای سړي) ترحم او زړه سوی راوپاروي، خو له ځان سره خبرې یې د څه لپاره وې؟
په دې کې ګټه څه وه؟
ایا په دې خبرو یې خپله وږې ګېډه مړولای شوه؟
ایا غوښتل یې په دې خبرو ځان ته قناعت ورکړي؟
ایا غوښتل یې خپل (غرور!) وژغوري؟
ایا نه یې غوښتل خپل ځان ته کم راشي؟
ایا غوښتل یې له کنجوس بډای څخه کسات واخلي؟
که نه؟ غوښتل یې ځان قانع کړي، چې سړی کنجوس و، که نه څه مرسته خو یې باید کړې وای…
سوالګرغوښتل په ځان کې کوم څه وژغوري؟ ده لاهم ځان د کنجوس بډای سیال ګاڼه او ویل یې، که زه ستا په شان بډای وای، تر تا به ډېر لاسخلاصی او سخي وای.
زما پوښتنه دا ده، چې :
ایا سوالګرحق درلود، خپل غرور وژغوري؟ کوم غرور؟
ده څه غوښتل؟

عبدالغفور لیوال




t