قوماندان شېرک – عرفات پردیس

قوماندان شېرک – عرفات پردیس

د ژمي ماښام د کلا ور وټکېده، له کوره راووتم ګورم شېرک ولاړ دی
ستړې مشي مو وکړه
کورته مې راوست، خوشحاله شوم چې وروسته له اوږدې مودې شېرک زما پوښتنه وکړه
د شپې تر ناوخته کېناستو ډېرې ټوکې ټکالې مو وکړې
عجيبه نه هېريدونکې شپه وه
په هغه شپه شېرک ډېر وخندولم
ډېرې کيسې او خاطرې يې راسره شريکې کړې
زه يې د بېلګې په ډول يوه خاطره له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم
دکندز والي عارف خان
يوه ورځ قوماندان شېرک ته وايي خبر شوی یم قوماندان نصرو غواړي د دوستم په ملاتړ ستا سيمه ونيسي
قوماندان شېرک عارف خان ته ډاډ ورکوي
چې نصرو به درته لاس تړلی راولم
بېغمه شه والي صیب
هغه څوک دی چې د ما سيمه نيسي!
خو کله چې د عارف خان نه رخصت اخلي له ډاره کلي ته نه ځي
کلي کې د قوماندان شېرک ورور او د تره زامن
په يوه نابرابره جګړه کې د نصرو سره چې د دوستم د زمکني او هوايي ځواکونو ملاتړ ورسره وو لاس و ګرېوان کېږي
د جګړې پايله کې قوماندان نصرو وژل کېږي
د دغه غښتلي، زیرک او جنګیالي قوماندان دمرګ اوازه او خبر ټوله سیمه کې خپرېږي
خو قوماندان شېرک چې خپله سيمه کې چا سم نه پېژنده
د نصرو مرګ دومره مشهور کړ
چې هر مجلس کې به دده د بهادرۍ کيسې د خلکو په خولو وې
چې قوماندان شېرک په څلورو کسانو
د دوستم توپ ، ټانګ، طيارې او مليشې په شا وتمبولې
او قوماندان نصرو يې هم وواژه
خو له بلې خوا قوماندان شېرک
په ځان خولې لږولې چې دا څه وشوه
زه خو دې جنګ کې نه وم
ولې په ما تاوان شو
د دې خلکو دښمني به څنګه پالم
هغه وخت يې وېره او ډار نور هم زيات شوو
چې د قوماندان نصرو ماما ګواښ وکړ
چې زه به شېرک ژوندی نه پرېږدم
د دې ګواښ په اورېدو
شېرک ته زمکې ځای نه ورکاوه
په تېښته له کندز نه د ايران لور وتښتېد
ايران کې يې ځان دغلام په نامه معرفي کړ
يوه ورځ يو افغان مهاجر قوماندان شېرک ته ميلمستيا کوي
ځان سره يې کورته بيايي
خپلو ورونو ته يې ورپيژني چې غلام جان د کندز ولايت د خواجه پستې اوسيدونکی دی
څو ورځې کېږي ايران ته راغلی دومره بلد نه دی
د شپې ډوډۍ وخوړل شوه قوماندان شېرک نسوار واچول
ډډه يې ووهله
کوټه کې ناست يو ځوان
چې له نورو مشر ښکارېده
قوماندان شېرک ته وويل زموږ ماماګان هم د کندز چهاردرې کې اوسېږي
يو ماما مې قوماندان و يوه مياشت مخکې شهيد شو
قوماندان شېرک ژر د توشکې بېخ کې نسوار تو کړه
د شهيد د نوم پوښتنه يې وکړه هلکانو وويل
قوماندان نصرو
د قوما ندان نصرو د نوم په اورېدو د شېرک ساه بنده شوه
شونډې يې په رپېدو شوې
رنګ یې زیړ واوخت
هلکانو ترې وپوښتل تاسو زموږ ماما پيژنئ؟
د شېرک ستونی راډک شو په ژړغوني اواز يې وويل
هو ولې يې نه پيژنم زما کلک انډيوال وو
چا شهيد کړ؟
هلکانو وويل قوماندان شېرک شهيد کړی
که په لاس راغى غوښې به يی په سپيانو وخورو
قوماندان شېرک له ډاره په ژړا شو
ځان سره يې وويل
ته خو دومره طالع من نه وې شېرکه
الله درباندې رحم وکړ چي خپل نوم دې بدل کړ
که داسې دې نه وای کړي
دې هلکانو به دې څرمن ويستلی وای
د هلکانو مور چې کله پوه شوه
د نصرو انډيوال راغلی کوټې ته راغله
ټوله شپه يې د قوماندان شېرک سره د قوماندان نصرو
د بهادرۍ کيسې کړي
او قوماندان شېرک ورته په چيغوچيغو ژړلي
سهار وختي چې دکور خلک ويده وه
قوماندان شېرک په تېښته بريالی شو
کله چې خپلو پښو ته ځير شو
ګوري د خپلو بوټانو په ځای يې پردي بوټان پښو کړې او په نامعلومه لور منډې وهي.
ع پردېس
۸/۲/۱۳۷۲
کوټه، پاکستان




t