پر ښاغلي قاضي منظور موسی خیل ا و دده (لور)پر ناول یو څو خبرې

پر ښاغلي قاضي منظور موسی خیل ا و دده (لور)پر ناول یو څو خبرې

لیکوال: ډاکټر عبدالطیف یاد
قاضي صیب منظور موسی خیل په ۱۹۷۴ زیږدیز/میلادي کال کې دپښتونخوا په مرکز پيښور کې زیږیدلی دی او دمحترم پلار نوم یې قاضی صیب مصنیف خان موسی خیل دی.دی په قام مومند او ددغې سترې قبیلې دموسی خیلوپه څانګې پورې اړه لري . ده خپلې زده کړې دپښتونخوا په مرکز پيښور په دریم نمبر های سکول کې سرته رسولي دي او بیا یې په ګورنمنټ کالج کې هم زده کړې کړي دي .قاضي صیب قرآن شریف حفظ کړی او دداودزیو په یوې مدرسه کې یې ًدفقهې اصول او دقرائت په علم کې هم زده کړې کړي دي . همداراز ده په پيښورکې دای. آر. سي هغه انګریزي کورسونه هم لوستلي دي چې دافغانانو لپاره جوړ شوي وو.
قاضی صیب په ۱۹۹۳زیږدیز /میلادي کال کې دخپلې کورنۍ ته درزق او روزۍ دپیداکولو په لټه کې دشخصي کار اوبار لپاره جاپان ته تللی او هلته یې دکاروبار تر څنګه ځينې دلنډې مودې کورسونه هم لوستلي دي . بیا نوموړی په ۲۰۰۰ زیږدیز/میلادي کال کې دعربي متحده اماراتو ددوبی ښارته تللی دی او هلته په خپل شخصی کار اوبار اخته دی چې لا تراوسه پورې هما غلته ژوند کوي .
قاضی صیب دنثردلیکلو تر څنګ شاعر هم دی ،خو ډیر شعرونه نه لیکی . دده یومشهورناول چې (لور) نومیږي دوه ځلې چاپ شوی دی چې ددې ناول دلیکلوپه وجه ورته دوه جایزې ( ایوارډونه ) هم ترلاسه شوي دي چې یو یې د(اباسین آرټ کونسل ایوارډ) اوبل د(اجمل خټک ادبي ایوارډ) دی.دده بل نوی ناول به که خدای کول ډیر زر له چاپه راووځي .
ښاغلی قاضی صیب منظور موسی خیل اوس په عربي متحده اماراتو کې دپښتو ادبي ټولني مرکزي مشر هم دی.
اودقاضي صیب دلورنا ول:
—————————
لورهغه ناول دی چې دپښتونخوا لیکوال او دعربي متحده اماراتو دپښتو ادبي ټولنې مشر ښاغلي قاضي منظور موسی خیل صیب له خوا لیکل شوی دی دی چې لومړی ځل په ۲۰۱۵زیږدیز/میلادی کال او ددویم ځل لپاره په ۲۰۱۶ زیږدیز / میلادي کال کې دپښتونخوا په مرکز پيښور کې دعربي اماراتو دپښتو ادبي ټولنې له خوا د(۱۰۰۰) ټوکو په شمېر چاپ شوی دی.
ددې ناول په لومړۍ برخه کې ښاغلي قاضي منظور موسی خیل ، دپښتونخوا مشهور شاعر ښاغلي رحمت شاه سائل، دپښتونخوا مشهور کالم لیکونکي ښْاغلي نورالبشر نوید ، دپښتو ژبې لیکوال ښاغلي خادم حسین ، ښاغلي چشمان موسی خیل اوښاغلي حیات روغاني ددې ناول په اړوند خپل نظرونه لیکلي دي .
دلور ناول په لسو څپرکو کې لیکل شوی دی چې ټول ( ۲۰۹) مخونه کیږي .
ماته هم قاضي صیب مو سي خیل دمخه ویلي و چې زه باید دده پر ناول یوڅه ولیکم ، خو دده ناول زما سره نه و ، ځکه نو دده نه مې دده نا ول ورنه وغوښته او ده هم مهرباني وکړه او د خپل یوه ملګري فیاض خان صیب له لارې یې دا ناول ماته په پوسټ کې راولیږه . ماته دا ناول دتیرکال دنوامبر دمیا شتې په لومړیو کې راورسید او ووروسته مې ددې ناول په لوستلو پیل وکړ او دادی زه هم دقاضی صیب پر ناول باندې خپلې یو څو خبرې لیکم:
په اوسني وخت کې لیکوالانو دژوندانه پر ټولو اړخونو ناولونه لیکلي دي چې ددغو ناولونوځینې ډولونه دادي :۱- اصلاحي ناولونه ۲- عشقي او دمینې ناولونه ۳- پولیسي ناولونه ۴- تاریخي ناولونه ۵- ټولنیز ناولونه ۶- ډرامه یې ناولونه او ځیني نورناولونه .
دښاغلي قاضی منظور موسی خېل صیب د لور ناول ځکه ماته په زړه پورې او خوندور دی چې قاضي صیب په خپل دغه ناول کې دخپلې ټولنې او معاشرې ښه انځور اخیستلي دي او ویلی شو چې دده دغه ناول دپښتنې ټولنې( معا شرې ) ښه هینداره ده . ما چې دښاغلي قاضي صیب دغه خوندور ناول لو سته نو فکر مې کاوه چې زه په ژوندۍ بڼه دغه ټولې صحنې له نږدې په خپلو سترګو وینمه او هرڅه زما دسترګو په وړاندې ترسره کیږي . ددې ناول اصلي کرکټرونه ډاکټر نسرین ¸ ننګیال، ډاکټر اسلم ، دننګیال مور ، شیرزمان خان ، کبیر ، نورزمان خان ، محمد زمان خان ، زرین خان او ډاکټر کلثوم دي .
په دې ناول کې د ننۍ پښتنې ټولنې ( معاشرې ) ټول هغه منفي اړخونه لیدلی شو چې له بده مرغه نن ورځ پښتانه ورسره لاس او ګریوان دي .په پښتني ټولنه( معاشره ) کې نا امني او ناوړه حالات ، چاودنې ( دهماکې) او مرګونه ، په چاودنه ( دهماکه ) کې د ننګیال ټپي کیدل او په روغتون کې هغه ته دوینودپیداکولوپه وخت کې دروغتون دچارواکو زړه بوګنوونکي چلند او همداراز دنسرین په وړاندې دکبیر ناوړه چلندونه ټول هغه څه دي چې دپښتني ټولنې منفي اړخونه جوړوي .
ددې ناول ښاغلي لیکوال په ډیر مهارت سره هڅه کړې ده چې دپښتني ټولنې ټولې منفي خواوې او دپښتني معا شرې تضادونه بربنډاو په ګوته کړي او موږته دا وښيي چې په پښتني ټولنه ( معاشره ) کې له بده مرغه موږ له کومو نیمګړتیاووسره مخامخ یو.همداراز لیکوال دښځو په اړوند زموږ دټولنې دناوړه چلند نه هم پورته کړې ده اودا یې جوته کړې ده چې ښځه تر نن ورځې پورې په پښتني ټولنه کې محکومه ده اوددوی پر روا حقونو سترګې پټې شوي دي او دوی ته تل دټولنې دخلکو له خوا په خواره سترګه کتل شوي دي ، خو ددې ټولو سره سره بیا همدده په ناول کې په پښتنو کې دیوبل سره خواخوږي ، مینه، زړه سوی او مرسته هم له پامه نه ده غورځولې شوې چې ښه بېلګه یې ډاکټر نسرین دی چې ترپایه پورې دننګیال او دده له موره یې خپله مرسته ونه سپموله .همداراز دډاکټر اسلم غوره کرکټر هم ددغو پښتني ټولنې دمثبتواړخونو یوه بېلګه ده.
دقاضي صیب دناول ژبه خوږه ده اوپه ځینو برخو کې یې پښتو متلونه او محاورې هم راوړي دي چې په دې سره یې دخپل دناول ژبه خوږه کړې ده او لوستونکی دېته اړباسي چې دده لیکل شوی ناول په ډیرې دلچسپۍ سره ولولي . ده په خپل ناول کې دالفاظو سره لوبي نه دي کړي ، بلکې دده کوښښ دادی چې د ناول دکیسې سره لوستونکي لیري نکړي .
که څه هم تراوسه پورې په پښتو ژبه کې زموږ ناول لیکونکي ډیرې کمزورۍ او نیمګړتیاوې لري او زما په اند چې دناول لیکنې په اړوند دا دقاضی صیب لومړنۍ هڅه وه ، خوبیا هم قاضی صیبپه دې توانیدلی دي چې موږ ته دلور خوندور ناول ولیکي .
زه دقاضي صیب موسی خیل دې هڅې او کوښښ ته په درنه سترګه ګورم او ده ته دپښتو ناولونو دلیکلو په برخه کې دلا زیاتو بریاوو هیله کوم.
دقاضي صیب دقلم څوکه دې تل تېره وي چې موږته په پښتو ژبه کې نور خواږه ناولونه ولیکي .




t