د جمیله وردګ شفق پېژندنه

د جمیله وردګ شفق پېژندنه

ډاکټر عبدالطیف یاد

دخپل فسیبوک په ملګرو کې نن داسې یوه مشهوره هنري څیره درپيژنم چې نه یوازې دپښتو ویانده او نطاقه وه ، بلکې دافغانستان په راډیواو تلویزیون کې دتمثیل په برخه کې یوه تکړه هنرمنده هم وه. دغه هنري څیره آغلې جمیله وردګ شفق ده چې د۱۹۶۰ زیږدیز /میلادي کال دمارچ دمیاشتې په ۲۱ نېټه دکابل ښار په لاهورۍ دروازه کې یې په یوې روڼ اندې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پر انیستلې دي .
آغلې جمیله شفق وردګ خپلې لومړنۍ زده کړې دکابل دمیرمن خجو په لومړنی ښوونځي کې سرته رسولي دي او وروسته بیا په ۱۳۵۶لمریز کل کې دکابل دعایشه دراني دلیسې ( های سکول) نه فارغه شوې ده .
آغلې جمیله شفق وردګ لا په سکول کې وه چې د راډیو افغانستان دذهني مسابقې په یوه پروګرام کې یې ګډون وکړ اودخپل غوړیدلي استعداد په وجه په دې بریالۍ شوه چې له دغې آزموینې بریالۍ راووځي او دراډیو افغانستان دهنر او ادبیاتو دادارې پاملرنه ځانته ورواړوي. دا هغه وخت و چې په افغانستان کې تلویزیون شتون نه درلود ، خو آغلې جمیلې شفق دراډیو هنري پروګرامونود نطاقې او چلوونکې په تو ګه په دنده وګومارل شوه. همداراز آغلې جمیله شفق دراډیو افغانستان په ملي تلویزیون کې دماشوم دپروګرام ویانده او چلوونکې وه. همداراز نوموړې دراډیو افغانستان دپښتو ډرامو ممثله او ډایرکټره هم وه او ځیني هنري پروګرامونه یې جوړول چې په هغو کې د ( ترانه ها وسخنها، دژوند لار، دګل پاڼې او دراديو دپرله پسې داستانونو ) نومونه اخیستلی شو.
دافغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې هم آغلې جمیلې شفق دماشوما نو دپروګرام دبرابرولو او لوستلو برسیره په یو لړ تلویزیوني پروګرامونو لکه لنډ وفلمونواو تلویزیوني تیا تر کې پراخه ونډه اخیستلې ده او له ځانه یې دراډیو افغانستان په آرشیف کې ارزښتمن آثارپریښې دي.
کله چې په ۱۳۷۲ زیږدیز کال کې ټوپک سالاران دکابل واکمنان شول نو آغلې جمیله شفق هم د نورو زرګونو افغنانو په څیر دخپل هیواد پریښودلو ته اړه شوه او دپښتونخوا مرکز پیښور ته یې کډه وکړه.آغلې جمیله شفق په پيښور کې دخپلې استوګنې په نهه کلنه موده کې د (‌‌BBC) او(ABC )دروزنیز او تعلیمي پروګرامونو په جوړولو کې ونډه درلودله په ۱۹۹۶ زیږدیز کال کې په پیښور کې په افغان پوهنتون کې یې په طبي زده کړو پیل وکړ او ددغه پوهنتون درسونه یې لا نیما یي لوستلي وو چې دخپل خاوندښا غلي عنایت شفق او شپږو ماشومانو سره یې دآیرلینډ هیواد ته کډه وکړه.
باید زیاته کړم چې اغلې جمیله شفق وردګ له خپل هیواده بهر هم دافغاني فرهنګ په غوړیدو کې ډیرې هلې ځلې کړي دي ، هغې دها لییووډ په دوو فلمونو کې دافغاني څیرو دپېژندلو په برخه کې رول لوبولۍ دی چې دفلمونو نوونه یې (Mute) او (A Thousand Times Good Nights) نومیږي . همداراز هغې په یوه انګریزي سریال کې چې (Our girl ) نومیږي دمور رول لوبولی دی. همدا رازآغلې جمیله شفق د۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۶ زیږدیز کاله پورې دخپل خاوند ښاغلي عنایت شفق سره په ګډه دخپل هیواد دتاریخ او فرهنګ دپيژندلو په برخه کې یې دډوبلن د (Sunrise)راډیو له لارې پښتو او دري پروګرامونه جوړکړي دي .
باید زیاته کړو چې دآغلې جمیله شفق خاوند ښاغلی عنایت شفق هم یو تکړه لیکوال ، هنرمند ، ژورنالست او قاضي دی اوددوي دنیکمرغه پیوند ثمره شپږ اولادونه دي چې د هیله ، مینه او بریا په نامه درې لوڼه لري چې ټولې فارمسیسټانې دي او هم درې زامن لري چې سباوون، لطف الله او رفعت الله نومیږي او درې واړه انجنیران دي او ټولو یې دما سټرۍ په کچه لوړې زده کړې کړي دي .
آغلې جمیله شفق دڅلورو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګرې ده . زه ددغې ویاړلې افغانې پرهنري او ژورنالستیکو کارونو ویاړم او دې او ټولې کورنۍ ته یې دزیاتوبریاوو او خوشالیو هیله کوم.
(یاد)




t