کابل پوهنتون کې د ژبپوهنې روزنيز ورکشاپ پرانېسته وشوه

کابل پوهنتون کې د ژبپوهنې روزنيز ورکشاپ پرانېسته وشوه

دغه ورکشاپ به د يو الماني ژبپوه لخوا د کابل پوهنتون پښتو دوکتورا او ماسټرۍ محصلينو ته مخامخ او ولايتي پوهنتونونو ته د ويډيو کنفرانس له لارې دوه اوونۍ روان وي.

په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون، اروپا ته د خپل کاري سفر پرمهال د بُن پوهنتون له مسؤلينو سره د ليدنې پرمهال د دغې همکارۍ زمينه برابره کړې وه.

استاد ازمون د پرانستې په پيل کې د دغه پروګرام پر ګټو خبرې وکړې او د دې لړۍ د غځولو ژمنه يې وکړه.

د لوړو زده کړو په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون ريس حميدالله فاروقي د دغه پروګرام هرکلی وکړ او زياته يې کړه، چې د هېواد ټول پوهنتونونه او په ځانګړې توګه کابل پوهنتون د پرمختګ چټک ګامونه اخلي، چې دا پروګرام يې يوه ښه بېلګه ده.

د کابل پوهنتون د دوکتورا برخې په استازيتوب ښاغلو محمد زرين انځور، ابراهيم همکار او يارمحمد پکتين خبرې وکړې او ترڅنګ يې د هغه ژورنال د مخکتنې پرانېسته هم وشوه، چې د پښتو دوکتورا سکالرانو لخوا چاپ شوی دی.

د المان د بُن پوهنتون د ختيځ پېژندنې انستيتيوت استاد سبيستيان “زمري” د خپل روزنيز ورکشاپ په اړه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلی سبيستيان چې ژبپوهنه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لري او د څو نورو ژبو ترڅنګ په پښتو او دري هم روانې خبرې کوي، وويل چې د ورکشاپ په اوږدو کې به د ژبپوهنې بېلا بېلې برخې وڅيړي.




t