د زهرو ګوټ ؤ د ماضي او حال یادونه راته.

د زهرو ګوټ ؤ د ماضي او حال یادونه راته.

په محبت ښه پوهیدې سترګې دې پټې شولې.
خپه،خپه دې کړمه مړې سترګې دې پټې شولې.

ته بې باوره وې زما د میئن زړه په درزا.
اخ رانه ځکه شرمیدېې سترګې دې پټې شولې.

ژونده له څومره سختو ورځو سره نه راووتمه.
خو ته هیڅ نه پخلا کیدې سترګې دې پټې شولې.

د زهرو ګوټ ؤ د ماضي او حال یادونه راته.
ضرور به تلم تر میکدې سترګې دې پټې شولې.

بې حوصلې به شوې زما هرې خبرې لره.
هیڅ خواته رانغلې نیږدې سترګې دې پټې شولې.

“همدرده”درد دې د زړه خونه کې بل کړی ؤ اور.
چې پاڅیدې او غورځیدې سترګې دې پټې شولې.

ــــــــــــ ضیف الله”همدرد”ـــــــــ




t