چې یې خیر غواړي په شر اړوي هغه

چې یې خیر غواړي په شر اړوي هغه

دا د خیر او انسانیت سیمبول هغوی زخمي کړ، چې کتابونه یې د غیرت، میړانې او میلمه پالنې له شعارونو پړسېدلي دي.

چې یې خیر غواړي په شر اړوي هغه
چې له چا دی نا ارام هغه ته رام دی

او:

چې مظلوم دی، چې مقتول دی، چې بدنام دی
نور دې سر نه خوږوم هغه مې قام دی

هر سهار یې د یو لمر په ویر پیلېږي
د سپوږمۍ تر زړه داغدار یې هر ماښام دی

د تاریخ په ورکه دښته کې په منډه
نه خبر پر خپل اغاز نه پر انجام دی

ډنډورو د ازادۍ یې جهان کوڼ کړ
خو تر اوسه هم غلام ابن غلام دی

چا دانې دي د تسپو ور اچولي
چا جوړ کړی له چلتاره ورته دام دی

اورورینو پېښو هم را په هوښ نکړ
ورته هېښ یم د دوزخ په منځ کې خام دی

د خپل کور له دیوالونو کاڼي باسي
دښمن شوی ورته سیوری د خپل بام دی

په اوبه اوبه وطن کې مري له تندې
د دریاب په منځ کې تش د حباب جام دی

که یوسف شوې پکې هر یو یې لیوۀ دی
که خوشال شوې پکې هر یو بهرام دی

چې شیطان هم ورته سپین پټکی پر سر کړي
دوی دستي شي پسې صف وایي امام دی

له سرونو زینه جوړه کړي ور خېژي
زړه یې داسې بند په تخت او په مقام دی

واړه بوخت پکې په غسل و اوداسۀ دي
وطن څه دی؟ خو د سرو وینو حمام دی

د دښمن شرعه قانون یې ده تګلاره
مرګ حلال، ژوند د خنځیر غوښه حرام دی

بې شرمي ورته حیا او شرم ښکاري
بې ننګي یې له نظره ننګ و نام دی

له رڼا د ښاپېرک غوندې پټېږي
د تیارو خوا ته روان د برق په ګام دی

چې یې خیر غواړي په شر اړوي هغه
چې له چا دی نا ارام هغه ته رام دی

لوېشت، لوېشت ځمکه یې میدان د کربلا شوه
خو د دۀ په زړۀ کې غم د مصر و شام دی

د تکبیر نارې قاتل او مقتول وایي
عجېبه غوندې یې کفر او اسلام دی

زورور دی اور اوبه سره پخولا کا
سور په وینو لاس یې ایښی په کلام دی

د درمل خبره خاصه غوندې واوره
هو منم چې دا سړی تر عامو عام دی

ډاکټر احسان الله درمل




t