د کوچیانو چارو د سمون مشر وستایل شو

د کوچیانو چارو د سمون مشر وستایل شو

پرون په مزار شریف ښار کې د شمال زون په سطحه د کوچیانو د همغږۍ او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د بلخ مسؤلینو، د خلکو استازو او د شمال زون کوچي مشرانو او سرخېلانو د کوچیانو چارو سمون لوی رئیس استاد حبیب الرحمن وستایلو او هغه ته یې د ویاړ لونګۍ په سر او چپن يې ورته په اوږو واچوله.

د کوچیانو لوی ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي حبیب الرحمن ژمنه وکړه چې د کوچي ولس د ژوند ښه والي او مثبت بدلون لپاره به شپه او ورځ کار وکړي او د کوچیانو د حق غوښتنې لپاره به هره دروازه وټکوي او ددوی حقونه به وغواړي.

استاد حبیب الرحمن همداراز له خلکو وغوښتل چې له ملي مسؤلیت او رسالت اوږې خالي نه کړي، هر یوځان ددې خاورې رښتینی بادار او خدمتګار وګڼي او کار وکړي چې د شته ناخوالو ټغر ټول او پرځای يې د سولې، ارامۍ، زغم، یو بل منلو او ابادۍ ټغر خور کړي او په دې سره نسلونو ته یو باثباته او مترقي افغانستان په میراث پریږدي.




t