سل څېرې سل تجربې

سل څېرې سل تجربې

 ژوند دومره اوږد نه دی چې هر څه په خپله پکې تجربه کړو او نه هم د ځینو شیانو تجربه کول د وخت پر ضایع کولو ارزي.

که موږ د هرڅه تجربې کولو ته وخت ورکړو، هغه ده چې ټول ژوند به مو یوازې په تجربو کولو کې تېر شوی وي او دا هم ومنئ چې هرڅه هم په تجربه کولو نه ارزي.

باید د نورو له تجربو هم ګټه واخلو. ځینې بیا داسې کړنې او فعالیتونه دي چې تجربه کول یې ډېر وخت غواړي، که موږ غواړو چې وخت مو ښه مدیریت کړو او له هغه ډېره ګټه واخلو، ښه دا ده چې د هماغه کار او فعالیت په اړه د نورو له تجربو او تر لاسه شوو پایلو څخه ګټه واخلو.

هر هغه څه چې نورو په ځلونو تجربه کړي وي، مجبور نه یو چې هرو مرو هغه موږ هم تجربه کړو، څه چې نورو تجربه کړي وي او پایلې یې په ډاګه شوې وي، ښه ده چې موږ یې د تجربې پر ځای له پایلې درس واخلو، په دې سره به مو یو وخت سپما شوی وي او بل به مو د بریا او پرمختګ لپاره ترې د شنه څراغ ګټه هم اخیستې وي.

د کتاب لیکوال حسیب الرحمن نورمل وايي، دا ځل مې هڅه کړې چې د نړۍ د مشهورو پوهانو، فیلسوفانو، شاعرانو، لیکوالانو، سیاسي رهبرانو، میلیاردرانو(شتمنو) او بریالیو څېرو د ژوند تجربې او اغېزناکې ویناوې را ټولې او د یو کتاب په بڼه یې چاپ کړم، څو لوستونکي خپلو نېکو هیلو ته د رسېدو پر لار ترې استفاده وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي. مشران تل د خپلو تجربو پر بنسټ خبرې کوي، هغوی دا را زده کوي چې څنګه خپلو موخو ته رسېدلي دي، که موږ هم د هغوی لار تعقیب کړو او پر لارښوونو یې عمل وکړو، لرې به نه وي چې موږ به هم یو وخت د دوی په څېر بریالي او اغېزناک کسان شو.

ژوند د تجربو مزل دی، هر قدم اخیستل یې له ځان سره نوې نوې تجربه لري؛ خو ډېر کم کسان دي چې د دې تجربو له پایلو درس اخلي. د کتاب لیکوال وايي، موږ تر ډېره په دې کتاب کې د هغو کسانو تجربې راوړې دي، چې د ژوند په اړه یې له هغوی ښه درس اخیستی دی او هم یې نورو ته د عملي کولو سپارښتنه کړې ده.

تجربې انسان کلک اموخته کوي او له پایلو درس اخیستل یې بیا انسان ته د ژوند کولو لار ښيي. مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.



د کتاب پېژندنې لړۍ
t