د وزارتونو او دولتي ادارو له وياندويانو او د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رئيسانو سره غونډه وشوه

د وزارتونو او دولتي ادارو له وياندويانو او د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رئيسانو سره غونډه وشوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز په همغږۍ د روان کال د ليندۍ په ۱۲مه نېټه د دې ادارې مسلکي معين انجينير عزت الله صديقي او د وزارتونو او دولتي ادارو وياندويانو او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيسانو په ګډون غونډه ترسره کړه.

یادې ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د دې ناستې موخه د کابل ښار د هوا د ککړتيا د مخنيوي او مديريت پلان د ښه پلي کېدو په موخه د عامه پوهاوي ورکونې د عمل پلان شريکول و چې د کابينې له لوري تصويب شوی دی.

ښاغلي صديقي د ناستې په پيل کې د کابل ښار د هوا د ککړتيا د مخنيوي د عامه پوهاوي ورکونې د عمل پلان په تړاو وياندويانو ته معلومات ورکړل او ويې ويل: دمګړی په کابل ښار کې د هوا ککړتيا شته، خو زموږ هيله دا ده چې د ټولو ادارو اړيکو مسوولين د کابل ښار د هوا د ککړتيا د وضعيت په تړاو د خبرتياوو په رسولو کې په همغږۍ سره حرکت وکړي او کره معلومات د درنو هېوادوالو په اختيار کې ورکړو.

سرچینه وايي، نوموړي همدارنګه د هغو ارقامو او امارو په تړاو چې په دې وروستيو کې د مختلفو رسنيو له لوري خپاره شوي دي، اندېښنه وښوده او ويادونه يې وکړه، چې د هوا ککړتيا شته؛ خو به کوم ارقام او امار چې ځينې رسنۍ خپروي، په هغې اندازه د کابل ښار هوا ککړه نه ده.

مسلکي معين وويل:

د کابل ښار د هوا ککړتيا ثابته نه ده، دا ککړتيا مقطعي او موقتي ده، چې هره شېبه کېدای شي بدلون ومومي.

همدارنګه د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيسې آغلې ليلا ساماني وويل: دا اداره د پاليسۍ جوړونې او څارنې رول لري او د پلان د تطبيقولو ډېری برخه سکتوري ادارتو ته متوجه کېږي.




t