د زومبیاوو وطن! نصیر احمد احمدي

د زومبیاوو وطن! نصیر احمد احمدي

جاپانی اوه کلن ماشوم په صنف کې کېناست. تر څنګ همزولي ملګري يې ور وکتل، ورو يې وویل:
ـ خفه ښکارې، سترګې دې سرې دي.
ماشوم غریو واخیست.
ـ نیکه يې را وواژه.
ملګري يې په بېړه وویل:
ـ چا؟ چيرې؟
ـ له چا يې نه یم خبر، خو په افغانستان کې.
ـ افغانستان چيرې دی؟
ـ نه پوهېږم.
ملګري يې په حیرانۍ وویل:
ـ نو نيکه دې هلته څه کول؟!
ـ مور مې ویل چې باغونه يې جوړول. له سینده يې زرګونه هکټاره وچو ځمکو ته اوبه ور وستې، لښتي او کانالونه يې پاخه کړل، هلته يې د زراعت نوې تخمونه ور وړل، مکتبونه يې جوړ کړل… وچ، کلک، له وجوده کمزوری نیکه دې بې ازاره مرغۍ وه، هلته يې له تېرو پنځه ويشتو کلونو راهیسي د خير، ښېګڼې کارونه کول.
ملګري يې چورت یووړ، وروسته يې ورو وویل:
ـ بېګاه مې د زومبیاوو فلم ولید. وحشتناکه و، ډېر وحشتناکه. له حده تېر. له مور په پټه ورته کېناستم. په فلم کې لېوني، شل پل، زنګېدلي، خمار کسان ګرځي، یو نه وي، دوه نه وي، درې نه وي، ترملیونونو اوړي، ټول وطن لېونی وي. په هېڅ هم نه پوهېږي. شکېدلې جامې او خیرن مخونه لري، له خولو يې تارـ تار لاړې بهېږي، نه خاندې، نه خبرې کوي، نه یوې، بلې خواته ګوري. بس! داسې ایسي لکه فول نشه. دوی یوازې روغ خلک پسې غواړي، خال خال په سد انسان پیدا کړي. ډله پرې ور ټوله شي، پر غاړه يې خولې ور ولګوي، ان کولمې يې هم وخوري، په اخير کې ژبې را وباسي، خپلې په وينو سرې شونډې وڅټي. بس! کار يې همدا دی، روغ او هوښيار بنیادم نه پرېږدي. خام يې خوري.
پوه شوم! نیکه دي د زومبياوو وطن ته تللی و.




t