د ناکامورا په وېر! – شفیقه خپلواک

د ناکامورا په وېر! – شفیقه خپلواک

‎ګاونډیه ! یو انسان یې بیا وژلی
‎دا انسان له لسو، شلو څخه نه وه
‎دا انسان د مسیحا له ساه پیدا و
‎دا انسان په وچه دښته کې اوبه وه

‎دا انسان یو غلی، غلی مساپر و
‎دلته راغی ملغلرې یې ویشلې
‎دلته راغی د زخمو پټۍ یې راوړې
‎نړېدلې وې دا لارې یې رغولې

‎دلته راغی ژوندی زړه یې سمندر و
‎پکې ,وړلې یې د کور کلي خځلې
‎دلته راغی چا ترې غېږ چاپېره نه کړه
‎او په خوله کې یې ور وچې کړې خبرې

‎دلته راغی خو غلبیل ټټر یې یوړ
‎موږ تر غوښې په غاښونو وشکولې
‎موږ یې ښې سترګې په تېږو وویشتلې
‎موږ یې هیلې نېمه خوا ورژولې

‎ګاونډیه! زړه مې بل رقم ډوب شوی
‎نوم چې اخلم د انسان ساه مې لړزېږي
‎ولې هره خوا وحشت راټوکېدلی
‎د ښو بوټي به نو کله زرغونېږي؟

‎ولې هسک دی، اسمان ولې نه راولېږي؟
‎له دې درده غرونه ولې نه نړېږي؟
‎تکه سپینه پرښته یې ووژله
‎اخر څومر به انسان نور لا بدېږي؟

‎ګاونډیه! ګاونډیه ورته وایه
‎چې نور نه راویني دارې د سرو وینو
‎نور دې نه راباندې شمېري جسدونه
‎نه خپړ وي، نه نوکارې د سرو وینو

‎بد دې راشي زما سترګې دې راسورۍ کړي
‎نرۍ زړه مې له ډبرو نه کړي لاندې
‎پوست مې کرښې، کرښې وتراشي په توره
‎او راځوړندې بڼو کې مې کړي ساندې

‎د لاس ګوتې مې دې ټولې رانه پرې کړي
‎تر چړو لاندې مې دا دنګه غړۍ کړي
‎د تیاره اسمان هر ستوری رانه واخلي
‎رانه ماته، رانه ماته دا سپوږمۍ کړي

‎ورشه، ورشه، ورته وایه، ورته وایه
‎په ټټر پرهر، په لاسو کې بلا وړم
‎دې وحشي جګړې یم دومره ډاره کړې
‎له انسانه د لېوه غېږ ته پناه وړم

‎ګاونډيه! روح مې بل ډول خوږېږي
‎دا انسان مې مخته وړاندې وروسته کېږي
‎ولې؟ ولې خلک دومره وحشي کېږي
‎وینه څښي، هډوکي ژووي نه مړېږي

‎ته به څرنګ یې په تا به څه تېرېږي؟
‎خو زما له دغې خاورې کرکه کېږي
‎ته به څرنګ یې له تا خبره نه یم
‎خو زما زړه له خپله سیوري هم ډارېږي

‎ګاونډيه! اسمان ولې نه راولېږي؟
‎له دې درده غرونه ولې نه نړېږي؟
‎تکه سپینه پرښته یې ووژله
‎اخر څومر به انسان نور وحشي کېږي؟

💔




t