اطلاعاتو او فرهنګ رياست: د بستونو لپاره ازموينه واخېستل شوه

اطلاعاتو او فرهنګ رياست: د بستونو لپاره ازموينه واخېستل شوه

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دوو بستونو (ځوانانو امريت او اتحاد مشرقي مجلې مديريت) له پاره کمپيوټري ازموينه واخېستل شوه.

یاد ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د ځوانانو امريت له پاره ۱۹ تنه او اتحاد مشرقي مجلې مديريت له پاره ۱۷ تنه چې پخوا شارټ لېست شوي وو، نن يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په دفتر کې کمپيوټري ازموينه تر سره شوه.

د یادولو وړ ده چې د مجلې مديريت له پاره له کانديدانو يو هم و نه شو کړای چې په کمپيوټري ازموينه کې د برياليتوب نومرې تر لاسه کړي، ياد بست به د دويم ځل له پاره اعلان ته ځي.

خبرپاڼه کې ویل شوي؛ هغه کسان چې په کمپيوتري ازموينه کې د ځوانانو چارو امريت ته بريالي شوي، سبا پنجشنبه به ترې تقريري ازموينه هم واخيستل شي او له دې سره به بريالی کس اعلان شي.




t