نن بېحده ودردېدم – انورالحق یرغل

نن بېحده ودردېدم – انورالحق یرغل

نن ماښام ننګرهار کې د بيا رغونې د اتل ناکامورا په ياد راټول شوي وو، د هغه په ياد مو شمعې بلې کړې، په اړه يې يو شمېر ملګري وغږېدل، ويناوالو کې يو شمېر هغه ښاغلي وو چې له ارواښاد ناکامورا سره نږدې پاتې شوي وو، دوى ترې بلا ښې خاطرې لرلې، ټولو دده په اړه ويل چې له افغان وطن سره يې لېونۍ مينه وه، خپل ډېر وخت يې د هېواد په ځانګړي ډول د ننګرهار شاړو دښتو ابادولو ته وقف کړى و، جاپان کې به يې د افغانستان د دښتو ابادولو، ښونځيو جوړولو او…لپاره چندې راټولولې او دلته به يې يادو برخو کې وطن او خلکو ته کار کاوه خو متاسفانه متاسفانه او متاسفانه چې دلته يې ددې پر ځاى چې قدر شوى واى، ستايل شوى واى، نازول شوى واى نن يې برعکس سينه په ګوليو غلبېل غلبېل شوه او د تل لپاره يې له خدمتونو او رغونې محروم شوو.
زمونږ حکومتي چارواکي دي او که نور؛ له دا ډول پېښو وروسته همدا يوه کلېشه يي خبره تکرار تکرار وايي چې د پاکستان کار و، د طالب کار و، د داعش کار و او…. خو متاسفانه هېڅکله پدې ټينګار ونشو چې د هغوى خو دا کار و چې پکې بريالي دي او ترسره کوي يې؛ زمونږ د امنيتي او کشفي ادارو کار څه دى؟ دوى اخته په څه دي؟ دوى ولې ډېر کله پخپلو چارو کې پاتې راځي؟
که د پاکستان، داعش، طالب او نورو بلاوبدتر کار دلته ورانى، ويجاړى، مرګ ژوبله او وحشت خپرول دي خو زمونږ د امنيتي او کشفي ادارو کار بيا ددوى مخنيوى، نيول او قانون ته سپارل دي نو ولې ډېر کله هغوى ددوى مقابل کې پخپلو ناولو چارو کې بريالي وي؟ ولې زمونږ حکومتي، قومي او نور مشران او فعالان پدې اړه ټينګار نکوي؟ ولې کار نه کېږي چې دا خلک خپلو مسوليتونو ته ځير شي؟ تر څو به داعش طالب پاکستان او نور زمونږ د کار خلک را وژني؟ مسولين به ترڅو ويده وي؟ او…
ناکامورا هغه څوک و چې هېواد ته يې له ډېرو وطندوسته افغانانو ډېره ګټه رسېده، ډېرى افغانان يې د خدمتونو له ګټو برخمن وو، مطلب ډېر د کار او عمل شخصيت و، ولې په زرهاوو وطن ضدو دښمنانو کې دداسې وطن دوسته او وطنپاله شخصيت امنيت ته پام ونشو؟ حکومت چېرته دى؟ تجاران چېرته دي؟ د ننګرهار پلاستيکي مشران چېرته دي؟
زه قسم کوم که زه د ننګرهار د والي په ځاى واى پخپلو بېشمېره زرهې موټرو کې مې يو ناکامورا ته د هغه د امنيت لپاره وربښه، زه قسم کوم که د مسلميار،حاجي ظاهر، حضرت علي، فريدون مومند او… پر ځاى وم نو د خپل کور ددې خدمتګار د ښه امنيت لپاره مې له لسګونه زرهو موټرو حد اقل يو دده خدمت ته وقف کاوه؛ خو افسوس، صد افسوس چې دوى دا ونکړه؛ او د همدوى د بې پامۍ، ناځوانۍ او امنيتي ادارو د بې کفايتۍ له امله نن له ډېره بده مرغه زمونږ ستر خدمتګار ډاکټر صيب ناکامورا له مونږ سره نشته.
زه د يو افغان ځوان په توګه د خپلو مشرانو او مسولينو په څېر ناځواني، بې کفايتي او نمک حرامي نکوم، وايم چې د ډاکټر ناکامورا مړينې سخت درد راکړى، دا هم وايم چې دا تشه خداى خبر که ډکه شي، د ډاکټر صيب مړينه ډېره ستره ضايع ده، د جاپان هېواد او کورنۍ ته يې تسليت وايم او ځان راته ډېر شرمنده ښکاري چې دداسې يو هېواد اوسېدونکى يم چې د مېلمه پالنې نغارې مو د نړۍ ګوډ ګوډ کې وهل کېږي خو د خپل يو بې وسه او بېکسه خدمتګار مېلمه مېلمه پالنه او ساتنه مو ونشوه کړى.




t