د څړځایونو خوندیتوب؛ غني وایي ۲۰ نسلونو ته یې په میراث پریږدي

د څړځایونو خوندیتوب؛ غني وایي ۲۰ نسلونو ته یې په میراث پریږدي

ولسمشر غني پرون  مازدیګر د سولې مشورتي لویه جرګه کې د کوچیانو له استازو سره وکتل.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې مولوي ذبیح الله خاکسار په زېربنایي او اقتصادي برخو کې د جمهوررئیس هراړخیزې هڅې وستایلې.

نوموړي په سیمه ییزه حکومتولۍ کې کوچیانو ته دونډې ورکولو، د څړځایونو د احیا، کوچیانو ته د حج سهمیې د ورکړې، د لیلیه ښوونځیو د جوړولو، کوچیانو ته د سولې په ملي پروسه کې د ونډې ورکولو په برخو کې خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د سولې مشورتي لویه جرګه کې د کوچیانو د ستر ټبر د استازو د ګډون قدرداني وکړه او وې ویل، په دې جرګه کې ستاسې حضور اړین وو.

جمهوررئیس د کوچیانو استازو ته په خطاب کې وویل، باید په ولسوالیو او د ښارونو په شاوخوا سیمو کې ستاسې غږ واضح وي. هغه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې په سیمه ییزه حکومتولۍ کې دې کوچیانو ته ونډه ورکړي.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د څړځایونو ساتنه او پالنه اساسي اصل دي او زه  غواړم د هېواد  څړځایونه د راتلونکو ۲۰ نسلونو لپاره وساتم. هغه وویل، د کرنې، ځمکو او ښار جوړولو وزارتونه باید د څړځایونو د خوندیتوب په برخه کې  ګډ کار وکړي.

د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، مالداري عصري کېږي او په دې برخه کې به ګډ کار کوو، دغه راز  کوچیان باید د مالدارۍ ترڅنګ کرنې ته هم مخ کړي.



تبصره وکړئ

avatar
t