برازيل کې يوې ښځې او خاوند ۲۷ لکه ونې کښېنولي دي

برازيل کې يوې ښځې او خاوند ۲۷ لکه ونې کښېنولي دي

برازېل کې يوې مېرمنې او خاوند يې دومره ډېر نيالګي کښېنول چې اوس ترې مکمل ځنګل جوړ شوی دی.

يادې جوړې به د نيالګيو اېښودو لپاره شپه او ورځ زحمت ايسته.

د رسنيو د راپورونو په حواله د ونو کښېنولو دا بهير له ۲۰۰۱ کال پيل شوې ده چې اوس مهال  شاوخوا ۲۷ لکه ونې يې کښېنول شوي دي.

دا ځنګل ۱۷۵۰ هیکټاره ځمکه لري چې اوس‌مهال په کې د بېلابېلو مرغانو تر څنګ د ځنګلي ژوي، حشرات او نور حیوانات ژوند کوي.




تبصره وکړئ

avatar
t