د نوم لیکنې تمدید؛ د ثور ترشلمې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شاملولی شئ

د نوم لیکنې تمدید؛ د ثور ترشلمې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شاملولی شئ

پوهنې وزارت وایي په ښوونځیو کې د نویو زده کوونکو د جذب بهیر یې د ثور تر شلمې پورې غځولی.

د وزارت سرپرست میرویس بلخي له ټولو خلکو غوښتي، چې له پینځه کلنۍ تر اوه کلنۍ پورې خپل ماشومان دې په ښوونځیو کې شامل کړي.

مخکې په ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو موده د حمل تر لومړۍ نېټې پورې وه، خو اوس پوهنې وزارت دا موده تمدید کړې ده.

وزارت هیله من دی، چې له دغه تمدید سره به په ښوونځیو کې د ډېرو زده کوونکو د جذب فرصت برابر شي.

چارواکي وایي د دې کار لپاره یې ځینې هڅونکي کمپاینونه هم پيل کړي.




تبصره وکړئ

avatar
t