روان جګړه ييز حالت د هيواد پر اقتصاد څومره آغېز کړی؟

روان جګړه ييز حالت د هيواد پر اقتصاد څومره آغېز کړی؟

خبیب امیري د ځوان ټولنیز بنسټ مرستیال

روان جګړه ییز حالت د افغانستان اقتصاد ۵۰ کاله وروسته پاتي کړی. د روان ناورین له وجهي د افغانستان تجاران اکثرا کوښښ کوي چي خپله سرمایه ګذاري په بهر ملکونو کي وکړي. خارجي سرمایه ګذاران د جنګ د وېري او د مالي خطراتو له وجهي افغانستان کي سرمایه ګذاري نه کوي، د جنګ له کبله سیاسي ثبات تر ډېره حده کم دی، نو له همدې امله د ګمرکاتو سیستم هم شفاف نه دی، مالیه په شفاف ډول نه راغونډېږي، تر اوسه مو اکثر ګمرکات د مافیایي کړیو په لاس کي دي، که جنګ نه وای، نو مالیات به مو سم ډول راغونډېدلای او بودیجه به مو لا زیاته د خپل داخلي عاید څخه جوړېده، هغه مصارف چي پر جنګ کېږي، نو د جنګ پر ځای به تعلیمي، صحي، سړکونه او داسي نور عام المنفعه پروژې پرې جوړېدلای، بله دا چي په جګړه ییز حالت کي یو بل ستر اقتصادي زیان دا دی چي د هغه هیواد سوداګر سرمایه ګذاري نه کوي او نورو ممالکو کي چي امنیت ټينګ وي سرمایه ګذاري کوي، نو افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چي رواني جګړه پکي د اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې ده او همدا راز ورځ تر بلي د جګړې له امله سوداګرو ته مالي او ځاني زیانونه اوړي.

نبيلا مهمند مدني فعاله – کابل

زما په آند، په هيواد کي رواني خونړۍ جګړې د هيواد هر سکټور تر خپله حده ځپلی، خو اقتصادي برخه يې تر ټولو زياته متاثره کړې ده، ځکه خو هر کاروباري او پانګه وال چي پوښتې، کاروبار يې د پخوا په پرتله نيم هم نسته.

د افغانانو پر کور هره ورځ غم مېلمه دی، هره ورځ مو پېغلي کونډېږي، ماشومان مو يتيمان کېږي او وطن مو لا هم د پردۍ تپل سوي جګړې په سوځوونکي اور کي لولپه کېږي.

بېله الله ج بل له هيچا څخه د رحم تمه نه لرو او نه هم تمه ورته کوو، خو د هيواد روانو جګړه ييزو حالاتو ته په کتو ويلای سو، چي پردۍ تپل سوي جګړې زموږ د هيواد اساسي بنسټونه هم په تېر کي نړولي وو او لا هم د دغه کنډ او کپر هيواد ورانولو ته دوام ورکوي.

کله چي د يوه هيواد اقتصادي کچه راټيټېږي، نو طبعاً يې په ټولنه کي د جنګ جګړو، وزګارتيا، غلا، وژنو، خپلمنځي اختلافاتو او له خپل هيواد څخه فرار کولو کچي لوړېږي، چي دا د يوه جنګ ځپلي هيواد ښکاره نښه ده.

د تېرو څلورو لسيزو جګړو زموږ د هيواد ټول اساسي بنسټونه ونړول او ملي شتمنۍ يې د خاورو سره خاوري کړې، خو لله الحمد بيرته همدې جنګ ځپلو افغانانو د خپل هيواد آبادولو ته ملا وتړل، ځکه پرديو ته که هر څومره انتظار سوي وای، کومه ګټه يې نه کول.

بايد ومنو، چي جګړه آبادي نه خوښوي، نو که جګړه مار لږ څه هم د دې بېچاره ملت او کنډواله وطن د آبادولو فکر ولري، بايد لومړی تر جګړې تېر سي او بيا د خپل وطن آبادۍ او سوکالۍ ته ادامه ورکړي.

د پښتو ژبي مشهور متل مي راياد سو، چي وايي: «خپله لاسه! ګله لاسه!» اوس هم چي موږ افغانان پخپله خپل وطن آباد نه کړو، له بهره څوک نه راځي، چي موږ ته خپل وطن آباد کړي.

حشمت الله ننګ د پوهنتون استاد

انسان يو ټولنيز مو جود دى او له نورو انسانانو سره د خپلو اړتيا او غوښتنو د پوره کولو په موخه په يو نوع اجباري شکل د معاملو په ډول په خپل منځ کي اړيکو ټينګولو ته اړتيا لري. دا چي د اقتصاد علم د ټولني سره نشلېدونکي اړيکي لري، نو د وګړو په ټولنيز ژوند کي يې بايد رول او اغېز د يو ثابت اصل په توګه ومنو، د ټولنيزو ستونزو او بدمرغيو د اصلي لاملونو څخه يو لامل اقتصادي کمزورتيا ده، چي خراب امنيت او سياسي ګډوډۍ بيا د همدغه اقتصادي ضعف مهم او عمده علت ګڼل کېږي. له بده مرغه په هيواد کي وروستيو ناامنيو، د تاجرانو د اولادونو اختطاف، په لويه او کوچنۍ کچه د شتمنيو لوټول، د تجارتي حقوقو او نورمونو نقض چي دا ټول هغه موارد دي چي د هيواد په کچه د خراب امنيت په خاطر ورځ تر بلي اندېښنې ډېروي، چي په دې وروستيو کي پانګوالو خپل په ميلياردونو ډالره پانګه د دې پر ځاى چي د هيواد په ملي اقتصادي پياوړتيا کي ترې ګټه واخيستل سي، خو پانګوال د خپل (سر او مال) د مصؤنيت په موخه له هيواده د ايستلو او فرار په فکر کي آن تر عمله لاس په کار دي، چي د عامو ولسونو پر لګښتونو او اقتصادي ناوسۍ يې ښکاره اغېز له ورايه برېښي. د هيواد څخه په پراخه کچه د پانګوالو او پانګي فرار نه يوازي دا چي راتلونکي کي به د توليد چاري ټکنۍ کړي، په ټوليزه توګه به د اقتصادي نظام د پيا وړتيا مخه ډب کړي. دولت مکلف دى، تر څو  د هيواد د امنيتي او سياسي وضعيت په کنټرول او تامين کي، څو ژر تر ژره پر يو ځانګړي ميکانيزم لاس په کار سي، تر څو روانه متزلزله اقتصادي وضع کابو کړي، چي په دې برخه به د دولت اضافه تغافل نور هم د هيواد په کچه اقتصادي بحران ته د بستر نالۍ و غوړوي، چي بيا ځلي جبران او پر دولت د پانګوالو اعتماد ټينګول به ډېر وخت ته اړتيا ولري.

هیلۍ اسد خبریاله او د سولي جرګې غړې

جګړه او اقتصاد دوه تړلي موضوعات دي، د یو هیواد سوله په مسقیم ډول پر اقتصادي وضعیت تاثیر لري.

د سولي شتون خپله د يو قوي اقتصاد رامنځ ته کېدل دي، خو بیا د کمزوري اقتصاد شتون جګړې ته یو لوی هواری دی، د افغانستان د جګړې یو لوی لامل بې کاري او د اقتصادي وضعیت کمزوري ده، بې کاري کله کله د دې لامل کېږي چي انسان مجبور سي، تر څو د جګړې یو لوری غوره کړي، چي ښه مثال یې اوسنۍ د افغانستان جګړه ده، دلته ډېری د ولایتونو او لېري پرتو ولسوالیو ځوانان مجبور سوي چي د جګړې یو لوری غوره کړي، بل نشه یي توکي ډېری خلک د دې له امله چي اقتصاد یې کمزوری دی، د نشه یي توکو کښت کوي، چي دا پخپله د جګړې اور ته لمن وهل دي او د امریکا هغه ادعا چي په افغانستان کي د نشه یي توکو مخه نیسي، خو حال دا چي د دې مخه هیڅکله نه نیول کېږي، ځکه جګړه د دې لامل سوې چي بې کاري رامنځ ته سي او بیکاري بیا لامل د نشه یي توکو کېږي، بل د یو هیواد د اقتصاد د غوړولو لپاره کورني تولیدات رامنځ ته کول او بیا دلته د نورو هیوادونو پانګونه د اقتصاد د غوړوني ښه لار ده، خو په جګړه کي دا هیڅ هم نه کېږي.

عبدالرحیم مطمین مدني فعال

په دې کي شک نسته چي افغانستان د اقتصادي پرمختیا لپاره خورا ډېر فرصتونه او کاري شرایط لري، بډایه کانونه، د اوبو کافي زېرمي، بشري ځواک، د سوداګرۍ او تولید لپاره پرېمانه خام مواد هغه فرصتونه دي، چي کولای سي افغانستان د اوږدمهال لپاره له بهرنیو مرستو وژغوري او خپلو ولسونو ته د کاروبار زمینه برابره کړي. او بلاخره د اقتصادي پرمختیا پر لور پړاوونه ووهي. خو امنیت بيا هغه فکتور دی، چي د یوه هیواد پر اقتصادي پرمختګ مستقیم تاثیر لري، په افغانستان کي څلوېښت کلني جګړې، ناامنۍ، بې ثباتۍ، کړکېچن سیاسي حالت، چي دې ټولو اقتصادي پرمختګونه برهم کړه. نړۍ چي د پرمختګ لوړو پوړو ته ختلې او لا هم روانه ده، تر ټولو مهم او اساسي علت يې هلته امنیت او ثبات دی، کله چي په یوه هیواد کي امنیت قایم وي، ثبات وي، نو د هیواد ټول وګړي په اقتصادي پرمختګ کي ونډه اخلي او عامه ذهنیت د اقتصاد پر لور ګرځي. د امنیت ټینګښت او ثبات خلکو ته زمینه برابروي، چي په علمي برخه کي پرمختګ وکړي، اختراعات وکړې او همدارنګه ټول په تجارت، تولید او صنعت بوخت وي. په داسي حال کي چي نه یوازي کورنيو، بلکي بهرنیو سوداګرو ته هم زمینه برابرېږي، چي په همدغه هیواد کي سرمایه ګذاري وکړي، تولید او استخراج وکړي، له دې لاري د بې کارۍ کچه ټيټېږي، د وارداتو کچه ټيټېږي او صادارت لوړېږي، د پیسو نرخ ثبات پیدا کوي او بلاخره یوه زیاته برخه عواید د دولت خزانې ته لوېږي، که څه هم اقتصادي پرمختګ یوه کراره پروسه ده، چي په طۍ کولو سره يې ګام پر ګام اقتصادي پرمختیا ته زمینه برابرېږي، خو دلته کیسه بېخي سرچپه ده. ناامني او بې ثباتي ورځ تر بلي ډېرېږي، په لویو ښارونو کي چاودني کېږي، لویي لاري د جګړې ډګرونه دي، د فساد د کچي کال په کال زیاتېدا د بهرنيو سوداګرو جذب څه، چي کورني سوداګر لا اړ کړل چي په میلیونونو ډالر پانګه له هیواده بهر انتقال کړي، چي د دغه ناوړه حالت تاثیرات د دې لامل سوه، چي هیواد د اقتصادي بحران سره مخ کړي. د بې کارۍ کچه لوړه سوې، په میلیونونو ځوانان بې کاره او يو زيات شمېر خلک کډوالۍ ته اړ سول او ورځ تر بلي اقتصادي شاتګ تجربه کوو. په هیواد کي فقر ورځ تر بلي زیاتېږي او دغسي یو حالت بې کاره ځوانان جګړې او جرمونو ته هڅولي، چي هیواد نور هم د اقتصادي بحران او ناوړه حالت پر لوري بیايي. تر څو چي په هیواد کي دایمي سوله او ثبات ټینګ نه سي، تر هغو په هیواد کي د اقتصادي پرمختګ تمه نه سي کېدلای او نه هم د چارواکو خیالي ویناوي، دغه ناوړه اقتصادي حالت سمولای سي، په دغسي حالاتو کي به دولت او ولس دواړه فقر ته احتیاج وي، چي دا دی له کلونو يې ننداره کوو.

حاجي غلام محمد معصومي د سمون مدني ټولني مشر

جنګ هغه ناولې پديده ده، چي د هيواد ټوله شتمني د خاورو سره خاوري کوي، هره ټولنه چي په جنک اخته وي هم يې خلک خوار او هم يې ولس د تمدن څخه پاتي وي، اقتصاد د يوې ټولني د ملا تير دى، که اقتصاد نه وي خلک نه تعليم کولاى سي، نه ترقي کولاى سي او همېشه به د بل چا لاس ته اړ وي، اوس خبره زموږ د ګران هيواد افغانستان ده چي په جنګ جګړو کي هره ورځ هم سړي د لاسه ورکوي او هم يې اقتصاد خرابېږى، زموږ سياسيونو ونه سوای کولاى چي د خلکو ژوند ته پرمختګ ورکړي او د ښه اقتصاد خاوندان يې کړي، ورځ تر بلي موږ په داسي داخلي کشمکشونو اخته کېږو چي د پرون خبري مو هېرېږي، په کومه ټولنه کي چي خلک يې بېکاره، ځوانان يې په نشه يي توکو اخته او صنعت او زراعت يې خوار وي، هغه مملکت به همېشه د همسايه ګانو لاس ته اړ وي، تاسي وګورئ زموږ په ګران افغانستان کي د يوې سروې له مخي درې ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي او که دغه خلک د ورځي يو ډالر په نشه يي توکو ولګوي، يعنى موږ د ورځي درې ميليونه ډالره هره ورځ سوځوو، دا د مياشتي او کاله حساب کړی، که د مياشتي نيوي ميليونه ډالره زموږ يوازي د مواد مخدرو حساب وي، بيا نو زموږ حالت ورځ تر بلي خرابېږي.



ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t