د نوي پارلمان څخه د ملت هيلي څه دي؟

د نوي پارلمان څخه د ملت هيلي څه دي؟

بسم الله پښتونمل ليکوال او ژورناليست

که څه هم د پارلماني ټاکنو پايلي ډېري وځنډېدې او په پروسه کي يې د فساد او درغليو زياتي نيوکي موجودي وي، خو بالاخره افغان حکومت وتوانېد چي د ستر بحران مخه ونيسي، د شکاياتو کمېسيون رايي وڅېړلې او نسبتاً شفاف نتايج يې اعلان کړل، چي د تېر پارلمان بر خلاف تر ډېره ورته لوستي، روشنفکره، خيرخوا او داسي کسان بريالي سوي دي چي د جنګ سالاران نه دي او نه ورپوري تړلي دي. ولس نوي پارلمان ته زياتي هيلي لري، دا چي اکثره لوستي کسان ولسي جرګې ته تللي، موږ هيله من يو چي تصويبېدونکي قوانين به په ښه ډول څېړل کېږي او د عيني شرايطو سره سم به تصويبېږي او همدا راز نوي پارلمان به د دولت د يو رکن په حيث له حکومت سره همکاري وکړي، نه دا چي له يو بل سره سنګر ونيسي او ملت ته د کار پر ځاي په جنجالو خپل وخت او منابع مصرف کړي. همدا راز نوي پارلمان بايد د نظام د تخريبي دستګاه پر ځاي د ولس او دولت د نژدېوالي سبب سي، په ملي او نړيوالو مسايلو کي رغنده او د حکومت په ملاتړ دريځ وساتي، د سولي په بهير کي له خپل مهم رول څخه سالمه او لازمه استفاده وکړي او تر ټولو مهمه دا چي نه پخپله د فساد سبب سي او نه نورو ته اجازه ورکړي چي فساد وکړي. موږ هيله من يو چي ولس او د ولس استازي به په ورو د رښتني ولسواکۍ خوا ته قدمونه اوچت کړي او هغه کارونه چي پارلمان يې په نوره نړۍ کي کوي، زموږ پارلمان به يې هم وکړي، تر څو د ولس باور پر دولتي دستګاه او خپل استازو باندي بيرته پيدا سي. پارلمان د هيواد د سياست مرکز دي، که دلته سالم سياست وسي په ټول هيواد کي د سياسيونو او د سياست د مينه والو په منځ کي د هيواد پالني، ملي ګټو، پرمختګ او سالم رقابت جذبه را پيدا کېږي او پياوړي کېږي، ځکه نو بايد دا ځل د پارلمان استازي د دې پر ځاي چي ولس د قوم او ژبي په نوم ووېشي، د ملت په نوم يې راټول کړي، د شخصي او ګوندي ګټو پر ځاي ملي منافعو ته لومړيتوب ورکړي او د افغان ملت او افغان جغرافيې لپاره لوي فکرونه وکړي. اوس هم داسي وکيلان پاته دي يا ښايي په نويو څېرو کي وي چي د بهرنيو ګاونډيانو لاسپوڅي دي، خو مطمين يم چي د تېر په نسبت ډېر په اقليت کي دي، همدا خاين اقليت بايد کنټرول او مخه يې ونيول سي، تر څو د خپل نظام اسرار افشا نه کړي او د پرديو په اشاره او فرمايش خپل نظام تخريب نه کړي، چي د پاکو وکيلانو همدا ستر مسؤليت دي. او په اخره کي وکيلان دي داسي نه کوي چي په پارلمان کي کښېناستل بيرته ولس د پنځو کلونو لپاره هير کړي، بلکي بايد ورسره په مستقيم ډول اړيکي وساتي، ستونزي يې واوري او حل يې کړي او په ملي مسايلو کي له خپلو موکلينو مرسته وغواړي.

لعل محمد صفا د پوهنتون استاد

دا چي پارلمان د ولس کور او مقننه قوه ده، نو ولس هم داسي انګېري چي د دوی د نظر د څرګندولو او د دوی د حقوقو دفاع به همدا پارلمان کوي، ولي په پښتو کي يو متل دی چي وايي (شيدو سوځلی مستې پوکي) نو دا چي تېر ځل پارلمان هغسي لکه څرنګه چي د ملت او دولت توقع وه، په هغه شکل خپله سپېڅلې وظيفه ترسره نه کړل او اکثر وخت به اجرائيه او مقننه قوه پخپل منځ کي په جنجال وه، داسي هم ويلای سو چي تېره دوره پارلمان په جنجال کي تېره کړل، ولي دا ځل که څه هم اکثريت استازي نوي بريالي سوي، خو بيا هم د تېرو دورو د افعالو تر اغېزې لاندي راتللای سي، دا چي موږ استازولي په صحيح ډول نه سو ادا کولای او يا هم استازي د خپلي کورنۍ او قوم د غړو په مقرريو خپل دوره پای ته رسولې او همدا پر ملت شماري، اما د پارلمان د غړي دنده په قانون کي واضېح او موکلين هم بايد غيرقانوني او غيراصولي ارزوګاني ونه لري، خو زموږ ټولنه تر اوسه مترقي ټولنه نه ده، وکيل او موکل خپل صلاحيت او مسؤليت نه دی درک کړی، بيا هم ملت په دې خاطر خوشبين ښکاري چي دا ځل ډېر استازي ځوانان او تحصيل يافته دي، نو خپل مسؤليت به درک کړي او د خپلي ټولني د حالت په نظر کي نيولو سره به قوانين تصويب او د ملت د حقوقو صحيح دفاع به وکړي. که چېري دا استازي همېشه د خپل ولس څخه سالمي مشورې واخلي او د هغوی په مشورو عمل وکړي، دولت او نړيواله ټولني ته قناعت ورکړي، چي دا ملت ډېر کار او ښه حکومتولۍ ته ضرورت لري او د ملت او دولت تر منځ واټن کمولو کي رغنده رول ولوبوي. نو موږ به سالمه او قانونمده جامعه ولرو، ځکه دا ملت هغه څه وليدل چي بله ټولنه د هغه احساس هم نه سي کولای، دلته د ډيموکراسۍ د ترويج او پراختيا لپاره همدا ملت ډېر څه له لاسه ورکړل او همدا حالت دوام لري. دا چي ملت د ولسواکۍ لپاره قرباني ورکوي، نو لازمه ده چي د ولس هيلو ته رسېدګي وسي، دا منو چي ملت مو خپل مسؤليت په صحيح ډول نه دی ادا کړی، ولي دولت او نړيواله تولنه بايد د ملت د هوسايني لپاره هغه څه وکړي چي تل ژمنه کوي. که چېري دوی په خپلو ژمنو کي کامياب سول، نو ولس به د استازو څخه هم حساب وغواړي، تر اوسه ملت داسي ساتل سوی چي ملت د حکومت څخه د څار حق د لاسه ورکړی، همېشه په تشو وعدو خطاايستل سوی، نو ځکه د باور د له منځه تلو حالت ته رسېدلي يو. نو دا حالت د وکيل او موکل پر اړيکه هم اغېز شندلی دی، اوس ملت فقط د خپلو نيمګړو هيلو پوره کېدو ته انتظار باسي.

محب هوتک ځوان ليکوال

پارلمان هغه ادرس دی چي د ولس ستونزو ته انکاس ورکوي او د حل لپاره يې کار کوي، په تېرو وختونو کي پارلمان خپل ارزښت ډېر کم کړی و او د ولس باور زيات پر کم سوی وو، خو الحمدالله د ۱۳۹۸ کال پارلمان د ځوان استازو کوربه سو او د ولس هيلي او اميدونه بيا پيدا سول، همدا ځوان استازي به وکولای سي چي د خپل ملي احساس له مخي خپل ولس ته په ريشتنې توګه کار وکړي او هغه پرتې ستونزي به حلوي، ځکه دا ځوان استازي د پخوا په شان نه دي، دوی د نوي فکر او ملي احساس څخه برخمن دي، زموږ هيله د همدې ځوان استازو څخه دا ده چي د خپلي سيمي د خلکو د هغه حقه حقوقو دفاع د قانون په چوکاټ کي وکړي او په ملي مسايلو کي د ولسونو مشورې د ځان سره ولري، د بوديجې د تصويب لپاره دي د خپلي سيمي دقيقه احصايه د ځان سره ولري، تر څو د هغه دقيقي احصايې له مخي بوديجه ورته تصويب کړي، ټولنيزو شرايطو ته په کتو دي پر قوانينو بحثونه د دلايلو سره يو ځای ترسره کړي، د فاسدينو پر فاسدو کړنو دي تله نه تېرېږي او د مخنيوي لپاره دي يې ګامونه واخيستل سي، د پوهي او زده کړي په برخه کي دي پر معياري او ګټور نصاب کار وکړي، تر څو يوه جامع طرح وړاندي کړي، تر څو د زده کړو د کيفيت ګراف لوړ سي او شته ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي. انشاءالله زموږ دا ځل پر خوان پارلمان باور دی چي د ولسونو د خدمت لپاره به په ريښتنې توګه کار کوي.

صفت الله ساروان محصل

نوي پارلمان ته تر ډېره ځوانان بريالي سوي، ځکه نو ورته د تمي سترګي ورکږې سوي دي، چي ځوانان به تر يوه بريده د خدمت لپاره لېڅي رابډ وهي. د نوي پارلمان لويه برخه لوستې ده، نو ځکه د کار تمه هم ورڅخه کېږي. خو تېر پارلمان په هيواد کي د ناامنيو او ستونزو اصلي جرړه بلل کېده، هيله ده چي نوی پارلمان به د پارلمان دا بد نوم ښه کړي، د خلکو او هيواد لپاره به يې د خدمت ادرس وګرځوي. په ټوله کي نوي پارلمان ته د خلکو هيلي زياتي سوي دي، چي د هيواد لپاره به يو ښه کاري او تصميم نيوونکی ادرس وګرځوي. نو نوي پارلمان ته د خلکو هيلي او تمي ډېري دي، په دې هيله چي د خلکو او ولس رښتيني استازيتوب وکړي. دغه راز په تېر پارلمان کي د ډېری وکيلانو يوه نيمګړتيا دا هم وه چي کله به بريالي سول، نو بيا ولس په سترګو نه دي ليدلي او له ولس به يې فاصله نيوله، خو کله چي به ټاکني نږدې سوې، نو بيا به وکيلان راپيدا سول او خلک به يې تېرايستل. نو په دې هيله چي نوی پارلمان د ولس تر څنګ پاتي سي او هر وخت د دوی پوښتنه وکړي، د دوی پر درد ځان خبر کړي او ستونزي يې هواري کړي.

سردارولي سرحدي مدني فعال

په لومړي سر کي د ولسواکۍ اصل ته په کتو سره پارلمان د دولت په مقننه قوه کي تر ټولو قوي او ولسواکه او باصلاحيته قوه ده، چي د دې برخي د ولس په رضايت سره راتلو او ټاکل کېدو سره تر ټولو د شفافي حکومتولۍ لپاره لار هوارول دي، چي د همدې ټاکنو له لاري مو دا ځل درېيمه دوره د ټاکنيز پارلمان وه او تر ډېره يې توپير دا دی، چي ځواني څېرې ورته کامياب سوي دي او د ولس تر بل هر وخت د ډېر کار او متوازن انکشاف توقو ده، دا ځکه چي پارلمان بوديجه تصويبوي او د حکومت کابينې ته د باور رايه ورکوي. عام ولس د حکومت سره تر ټولو د وصل او يو ځای کېدا لپاره ښه مرجع پارلمان دی، چي د همدې پارلمان له طريقه د ملت او حکومت تر منځ واټن کمېږي او د ولس باور پر حکومت زياتېږي. زه چي تر کومه د عام ولس په منځ کي پاته سوی يم او يا مي اورېدلي دي؛ ولس تر ټولو زياتي هيلي اوسني اکثريت ځوان پارلمان ته دي؛ د همدې پارلمان په پرانیستنه سره د خلکو هيلي او د حکومت له لوري د متوازن انکشاف، بنيادي خدماتو او د ولس د ښې استازولۍ هيلي دي، چي دا ځل به يې توپير زيات وي، ولي که پر يادو کړنو سربېره ولس ته ځواب ګويه ونه اوسي، نو د تېرو ناکامو پارلماني څېرو په توګه به شاته پاتي وي. زموږ د اوسني پارلمان څخه هيله همدا ده، چي د ولس د ارادې سره سم د هيواد په ملي مسائلو کي د ملي دريځ په غوره کولو سره خپل فعاليتونه رهبري کړي. درنښت

بسم الله وطن دوست ژورناليست

ولسي جرګې ته د ملت کور ويل کېږي، خو له بده مرغه په تېر کي دې جرګې ته په ډېره ټيټه سترګه کېدل او لامل ئې په خپله د جرګې غړي وو. د دې پر ځای چي د جرګې غړي او د ولس استازي د ولس پر ستونزو او د هغوی پر حللارو وږغېږي، دوی به په قاچاقو، په کانونو کي په لاسوهنو، په حکومت کي دننه لاسوهني، ونډي اخيستلو، نشه يي توکو کاروبار او داسي نورو چارو بوخت وو. په اوسنۍ دوره کي اکثريت وړ او لوستي کسان ولسي جرګې ته رسېدلي او ولس له هغوی څخه د ښو تمه لري. دا ځل نږدې له هر ولايت څخه په کمه کچه نالوستي، زورواکي او مفسد کسان بريالي سوي، خو د هغو کسانو شمېر زيات دی چي لوستي او ولس هيلي ورته لري. ولس له نويو استازو څخه د هغوی د وظيفوي لايحې مطابق کړني غواړي. نوي غړي بايد د ولس او حکومت تر منځ رامنځ ته کړل سوي درځونه او فاصلې له منځه يو سي. نوي استازي بايد د تېر پر خلاف د نظام او حکومت د ټولو هغو پرېکړو ننګه وکړي چي د ولس او خاوري په ګټه وي. له نوو استازو څخه هيله لرو چي هغوی پر لويو سياسي جريانونو کار وکړي، څو حکومت مو لا تقويه او د ضعف برخي ئې له منځه ولاړي سي. له بده مرغه مخکنيو دورو کي د دښمن په ګټه کارونه کېدل او تصميمونه نيول کېدل، د بېلګي په ډول: د پوهنتون او دانشګاه موضوع، من افغان نيستم، د پښتو او دري موضوعات او داسي نور. دا لوړ هغه موضوعات وو چي په جرګه کي دننه يو شمېر جاسوسو او غلامو استازو د نورو په غوښتنه داسي موضوعات رامنځ ته کول، حکومت او ولس ئې دلته بوختياوه او يادو کړيو به خپل کارونه کول. له نوو استازو څخه غوښتنه کوو چي ځانونه واقعي استازي کړي او د ولس دردونه له منځه يو سي او په قانونه جوړونه کي رغنده رول ولوبوي. که چېري نوي استازي له قانون سره سم اجراات وکړي باوري يم چي موجوده ستونزي به حل کېږي.


ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t